Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مرکچي پلاویو د تخنیکي ډلو د غونډو په ترسراوي کې ځنډ

په داسې حال کې چې په قطر کې د د دواړو مرکچي پلاویو د مشرانو له لیدو یوه ورځ وروسته تمه کېده چې نن به مذاکرات پیل شي، خو د شپږمې ورځې لپاره په پرله پسې توګه د دواړو لوریو د پلاویو تخنیکي ډلو کومه غونډه نه ده لرلې.

تېره ورځ ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو په لیدنه کې د مذاکراتو پر دوام او د دغو مذاکراتو د اجنډا د توحید په هکله خبرې اترې وکړې.

د مذاکرات د دویم پړاو له پېلېدو لس ورځې تېرېږي، خو د دواړو لوریو د مذاکراتو د اجنډا د توحید لپاره یوازې درې غونډې کړي دي.

د دغه بهیر پڅوالی د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رییس له غبرګون سره مخ شوی دی او له دواړو لوریو غواړي چې پایلې ته د دغه بهیر د رسېدو لپاره خپل کارونه چټک کړي.
            
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«زموږ پلاوی چمتو دی د هر ډول موضوع په هکله چې د مقابل لوري له خوا مطرح شي مذاکره وکړي، دا پلاوی د مذاکراتو د اجنډا په هکله انعطاف منوونکی او پرېکړه کوونکی دی. زموږ پلاوی په دغو مذاکراتو کې د افغانستان د خلکو یوه مهمه غوښتنه چې د تاوتریخوالي د پام وړ کموالی او د ټول ګډونه اوربند تامین دی ټینکار وکړي.»

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني په دې اړه وايي:«د خبرو اترو پېچلتیا، د مذاکراتو د اجنډا تدوین او د ویجاړوونکو جګړو لپاره د دواړو لوریو چمتووالی سولې ته د لاسرسۍ لار له ستونزو سره مخ کړې ده.»

قطر ته د ملا عبدالغني برادر او شیخ عبدالحکیم حقاني له راستنېدو وروسته د یکشنبې ورځې په ماښام د دواړو لوریو د پلاویو مشرانو د مذاکراتو د دوام لپاره غونډه وکړه.
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي:«په دغې غونډه کې د اجنډا په هکله اړوندو موضوعګانو باندې بحث وشو او د راتلوونکو غونډو د تظیم او ترتیب لپاره د دواړو لوریو ترمنځ خبرې وشې.»

خو دواړه لوري تاییدوي چې د مذکراتو په اجنډا کې د اوربند د شاملولو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریټ د پلاوي غوښتنه او د طالبانو له لوري د دې موضوع ردېدل د مذاکراتو د اجنډا د یو کولو پر سر خبرې اوږدې کړې دي.
          
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوی څارنوال مولانا جلال الدین شینواری څرګندوي:«په لومړیتوبونو کې اختلاف دی، طالبان غواړي چې د جګړې عوامل پای ته ورسېږي، خو حکومت غواړي چې اوربند وشي.»

د ناټو سرمنشي له ولسمشر غني سره په ټېلفوني اړیکه کې ډاډ ورکړی دی چې د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د دغه سازمان دريځ نه دی بدل شوی او په افغانستان کې به د دغه سازمان د ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی وي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولټنبرګ وايي:«له ولسمشر غني سره مې د افغانستان د سولې بهیرپه هکله خبرې اترې وکړې. د ناټو بهیر بدلون نه دی کړی او زموږ حضور د شرایطو پربنسټ دی. او هم همدارنګه له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان هېڅکله د نړیوالو ترهګرو په امن ځای بدل نه شي.»

بل خوا عبدالله عبدالله د دوشنبې پر ورځ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د مذاکراتو د دویم پړاو په تړاو خبرې وکړې او دواړو لوریو په دغو مذاکراتو کې د تاو تریخوالي کموالی او اوربند مهم وباله.

شریک یي کړئ