Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وژل شویو ښځینه قاضیانو کورنۍ عدالت غواړي

د قدریې یاسیني او د ذکیې هروي کورنۍ، هغه دوې ښځينه قاضیانې چې د یکشنبې په ورځ ووژل شوې، د دوی ترور سیاسي ګڼي.

د ذکیې هروي مور وايي چې هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ وه او د دغې پېښې څرنګوالی باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

درې پنځوس کلنه قدریه یاسیني او څلور دېرش کلنه ذکیه هروي د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د ریاست هغه قاضیانې وې چې څه باندې یوه لسیزه یې په دې اداره کې کار کړی و، او د دوشنبه پر رورځ په کابل کې د ناپيژاندو وسله والو په برید کې ووژل شوې.

قدریې واده کړی و او دوه  ماشومان یې لرل.
             
د قدریې یاسیني خور شکریه یاسیني وايي:«هغه مورنۍ مهرباني چې دې له خپلو ماشوانو سره لرله. ایا زه هغه پوره کولای شم؟ زه کولای شم هغه محبت چې مور یې هغوی ته ورکاوه زه د هغوی خاله یم ایا کولای شم که نه؟»
  
د قدریې یاسینې ورور محمد امین یاسیني هم وویل:«قضاینې وې، دوی ته یې یوازې د یوه موټر او د یوه چلوونکي له لېږلو سره هېڅ د امنیت تامین نه دی. په داسې حال کې چې امنیتي ګواښونه په خپل وروستي حد کې دي باید د دوی امنیت سم نیول شوی وای چې له بده مرغه ونه شو.»

بل خوا د ذکیې هروي کورنۍ ستره محکمه او امنیتي ادارې د خپلو کارکوونکو د امنیت پر وړاندې په بې پروایۍ تورنوي.

د ذکیې مور او خور په وېر او ژاړ سره وایي چې هغه د خپلې اووه کسیزې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ وه او باید د دې پېښې هر اړخیزه څېړنه وشي.
                     
د ذکیې هروي مور ضیا ګل وايي:«له دولته همدا غواړو چې له خوبه راویښ شي، له خوبه راويښ شي. پر هېواد دې خپل فکر ونیسي او پر ملت دې خپل پام ونیسي.»
                      
د ذکیې هروي خور فرزانه هم زیاتوي:«په دغه هېواد کې هېڅ پوښتونکی نه لرو، نه قانون شته، نه عدالت او نه هم انصاف، هېڅ هم نشته.»
                        
د ذکیې د هروي ورېندار فریبا هم وویل:«بې وزله او مسکین له منځه وړي، یو سر و او زرګونه عیال درې کورنۍ یې مخته بیولې، زه څه ووایم.»

له دغې پېښې نه د دوو ورځو په تېرېدو سره سترې محکمې تر اوسه د دې پېښې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.
      
د ولسي جرګې غړی حبیب الرحمن پدرام څرګندوي:«حکومت که چېرې په دغو پېښو کې شریک نه دی باید ژر تر ژره د دغو ناامنیو جرړې له منځه وېسي.»   

له دې ټولو سره سره د ولسمشر لومړي مرستیال د سهار د شپږنیمو په اتیایمه غونډه کې ویلي دي چې په لویو ښارونو کې د هدفي وژنو د پای ته رسولو بنسټيزه حل لار د طالب بندیانو اعدامول دي.

شریک یي کړئ