Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو شپږو میاشتو کې کابل کې جنايي پېښو کې ۶۶ تنه وژل شوي

د کابل د عامې روغتیا ریاست شمېرې ښيي چې په تېرو شپږو میاشو کې په کابل ښار کې په جنايي پېښو کې ۶۶ تنه وژل شوي او څه باندې ۴۰۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ په دغه ښار کې د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې تراوسه د جنايي پېښو په لړ کې د ۱۱ تنو له وژل کېدو او د ۱۸ تنو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

د وزیر محمد اکبرخان روغتون مسوولان وايي چې دوه میاشتې مخکې په ۳۰ ورځو کې دغه روغتون ته د جنايي پېښو ۲۰۰ ټپيان راوړل کېدل خو اوس دغه شمېر ۱۰۰ تنه راټیټ شو دی.
 
قیس وایي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې غلو پر هټۍ برید وکړ او دی یې په چاقو او تمانچې سره ټپي کړ او پیسې یې ترې یوړې. دی اوس مهال له وېرې خپله هټۍ بېرته نه شي پرانستلی.
 
هټۍ وال قیس احمد وویل:«یو ډول شوک مې لیدلی دی چې د هټۍ په لور هېڅ لیدلی نه شم، له حکومته غوښتنه لرم چې دغه غله ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري ترکله ناامني؟»

نقیب الله امیري د پلازمېنې یو بل اوسېدونکی دی چې څو ورځې وړاندې غلو ټپي کړ، موټر او ټېلفون یې ترې واخیستل او له ځانه سره یې یوړل.
 
هغه زیاتوي:«د ښار امنیت ډېر خراب دی که چېرې موږ یوې غیر علاقه سیمې ته تللي وو، خو سمه ده، په رڼا ورځ راځي او ډزې کوي.»

د کابل د امنیه قومندانۍ د شمېرو له مخې د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې ۱۲۸جنایي پېښو شوې دي. په دغو پېښو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي، ۱۸ تنه ټپیان شوي دي او ۲۶۶ تنه نور نیول شوي دي.

په غلا تورن کس جیلاني وویل:«لومړۍ پېښه مو چې وړه د موبایل درې زره کارټونه وو له هغې یې ما ته پیسې را نه کړې، دویمه پېښه ګدام وو.»

په غلا تورن کس ذبیح الله هم وايي:«په یارلسمه حوزه کې مو درې هټۍ ووهلې، او همدارنګه درې هټۍ مو په ۱۵مه حوزه کې پنځه یا شپږ ټلېفونونه مو هم واخیستل یوه ناقانونه وسله مو هم لرله.»

په داسې حال کې چې د جنایي پېښو ډېری ټپیان له اېمر اجنسي روغتون وروسته د وزیر محمد اکبرخان روغتون ته راوړل کېږي؛ د دغه رواغتون مسوولان وایي چې د جدي میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې دغه روغتون ته یو مړی او د ۱۶ ښځو په ګډون ۹۸ ټپیان راوړل شوي دي.
 
د وزیر محمد اکبرخان روغتون ډاکټر حارث عارف څرګنده کړه:«له دې مخکې چې د شپږنیمو بجو جلسې پیل شي په یوې میاشت کې ۲۰۰ جنايي پېښې مو لرلې له دغو جلسو وروسته په یوې میاشت کې کابو یو سلو یوه جنايي پېښه موږ ته راورسېدې چې په چاکو، چړې ټپيان شوي وو.»

د کابل د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې په هرات او کابل کې تر ټولو ډېرې جنایي پېښې ثبت شوي دي. داسې چې په هرات کې د ۱۱ ښځو په ګډون ۶۹ تنه وژل شوي دي او د ۲۹۲ ښځو په ګډون دوه زرو یو سلو پنځوس تنه ټپیان شوي دي او په کابل کې د ۱۲ ښځو په ګډون۶۶ تنه وژل شوي دي او د ۶ په ګډون ۴۰۴ تنه ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ