Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوستم د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کې د جګړې مشري په غاړه واخیسته

مارشال عبدالرشید دوستم د دویم ځل لپاره د فاریاب د قرمقول ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې د جګړې مشري په غاړه واخیسته.

هغه چې د قرمقول په ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره هم مهاله د یکشنبې پر ماښام دغې ولسوالۍ ته تللی دی، د طالبانو په وړاندې د ۱۲ ګړیزې جګړې د مشرۍ مسوولیت په غاړه درلود.

په دغو عملیاتو کې د ۱۳ تنو طالبان جنګیالیو د وژل کېدو او اتو تنو له نیول کېدو هم خیر ورکړل شوی دی.

ښاغلی دوستم د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کې تر خپل امر لاندې ځواکونو ته حکم کړی چې د طالبانو په وړاندې د جګړې ډګر پرې تنګ کړي.

ښاغلي دوستم وویل:«لارې یې پرې کوو. ټانک ودرېد، هلکان لکه لېوان په کورونو ننوځي، په دېوالونو ننوځي، دېوالونه دې سوري کړي، خو په ځان هم پام کوئ، حتا قومندانان یې (طالبانو) همدلته دي.»

په دغو عملیاتو کې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو سربېره، د ښاغلي دوستم هم ګډون درلود.

په دغو عملیاتو کې دخیل ځواکونه طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو سربېره د قرمقول ولسوالۍ له څو کلیو د طالبانو د شړلو خبره هم کوي.

په دغو عملیاتو کې د ۱۳ طالب جنګیالیو د وژل کېدو او د ۸ تنو د نیول کېدو په اړه هم رپوټ ورکړل شوی دی. خو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په شمال کې د ملي پوځ د لومړۍ لوا د درېیم ټولي قومندان محبوب الله وویل:«د مارشال راتلل د ځواکونو د پرسونل، قطعاتو او حزوتامونو لپاره ډېر عمده رول ولوبوه د دوی له راتګ مرستې او همکارۍ سره وو چې موږ هغه کلي چې د دښمن په لاس کې وو، بیا ونیول.»

په دوه وروستیو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې ښاغلی دوستم د طالبانو په وړاندې د جګړې مشرۍ په پار د فاریاب ولایت قرمقول ولسوالۍ ته تللی دی. 

شریک یي کړئ