Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو۲۴ساعتونو کې بېلابېلو ولایتونو کې۴۰تنه دولتي ځواکونه وژل شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړو کې تر ۴۰ ډېر امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

کندوز، بغلان او نیمروز د دغو ولایتونو له ډلې څخه دي.

له دي سره جوخت د ملي دفاع وزارت وايي چي دولتي ځواکونو په کندوز ولایت کې له طالبانو سره په جګړه کې پرمختګونه لرلِ او په را منځته شویو نښتو کې له ۴۰ ډير طالبان وژل شوي دي.

له دې ډلې په کندوز کې د دشت ارچي او امام صاحب ولسوالۍ او د کندوز ښار شاوخوا، په بغلان کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ او د پلخمري ښار څنډې، په کندهار ولایت کې د ژیړۍ، پنجوایي او ارغنداب ولسوالۍ او په نیمروز کې خاشرود ولسوالۍ د هېواد هغه سیمې دي چې ځینې یې په وروستیو دوو ورځو او ځينې یې تر دې مخکې د جګړو او تاوتریخوالې شاهدې وې.

په دې لړ کې د بغلان اوسېدونکي د دغه ولایت د مرکز شاوخوا ته له جګړو ستومانه شوي دي.
 
د بغلان اوسېدونکی اجمل وايي:«له دوه سرکې هغې خوا ته نور دولت اتن نه ورکوي (یعنې واک نه لري).»

د بغلان بل اوسېدونکي جمعه‌خان هم وویل:«کشفیات سم نه دي، سوق او اداره سمه نه ده، ظلم او ناروا ده.» 

یوازې د دوشنبې پر ورځ د بغلان په جګړو  کې د ۱۰ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د بغلان د ولایتي شورا رییس صفدر محسني وویل:«دوه درې شپې دي چې په پرله پسې توګه زموږ په هر بېز کې لس تنه، دولس تنه شهیدان کېږي، ټپيان کېږي او اسیر کېږي.»

په ولسي جرګې کې د بغلان د خلکو  استازی عتیق رامین هم وايي:«په بغلان کې مخالفان ثابت ادرسونه لري. که چېرې د مخالفانو فعالیتونه زیات شي، د شمال د لارې د بندون خطره شته.»

بل خوا د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې ورځ په ورځ د نا امنیو د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکوي.

هغه هم په داسې وضعیت کې چې د دوشنبې او سه شنبې ورځو په لړ کې په دشت ارچي ولسوالۍ او دغه راز د کندوز ښار شاوخوا ته  له طالبانو سره په جګړه کې څه باندې ۲۰ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.
 
د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد داوود څرګندوي:«هره دقیقه جګړه ده، که چېرې دې خوا د پولیسو پوسته وي، هغه خوا طالب دی.»

د امام صاحب ولسوالۍ بل اوسېدونکی ګلبدین هم زیاتوي:«حالت خراب دی، پاملرنه نه کېږي، امام صاحب سقود کوي.»

ملي دفاع وزارت د کندوز په جګړو کې د افغان ځواکونو د لاسته راوړنو خبره کوي.

 بل خوا د کندهار ولایت چارواکي هم وايي چې د دغه ولایت په ځينو برخو کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل:«د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، د هغوی مهم کسان وژل شوي دي.»
 
د کندهار د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر فرید مشعل هم په ډاګه کوي:«د ښمن د کندهار پر ښار او ولسوالیو یرغلي بریدونه لرل او غوښتل یې چې دغه برخې ونیسي.»

سره له دې چې په ژمي کې به په هېواد کې جګړې کمېدې، خو سږکال په دې موسم کې هم د هېواد په څو ولایتونو کې جګړې په داسې حال کې روانې دي چې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې پر خبرو بوخت دي.

شریک یي کړئ