Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د ورځې کابو ۴ زره او ۵۰۰ تنو ته پاسپورټونه وېشي

د پاسپورټ ادارې رییسه وايي چې دغه اداره هره ورځ دوه نیم زره پاسپورټونه د ولایتونو او څه کم دوه زره پاسپورټونه هم مرکز ته چاپ او وېشي.

ورته مهال د پاسپورټ ادارې د برېښنایي ثبت برخې ځينې کارکوونکي وايي چې د هوا په سړېدو او د ناامنیو له زیاتېدو سره د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره دې ادارې ته د ورتلوونکو کسانو شمېر ډېرشوی دی.

په دغې اداره کې ګڼه ګوڼه د سهار په پرتله له غرمې مخکې د یوولس بجو په پرتله په لیکه کې د پاسپورټ د غوښتونکو شمېر څو برابره زیات دی.

خو د پاسپورټ غوښتونکو د برېښنایي نوملیکنې په برخه کې د سهار له اتو بجو د ماسپښین تر درېیو بجو پورې ګڼه ګوڼه وي.
     
د پاسپورټ غوښتونکې مریم وايي:«له دوشنبې ورځې راهیسې د پاسپورټ لپاره راځم ځکه چې تذکره مې تایید شوې نه وه. نن راغلم چې خپل پاسپورټ واخلم. ځکه چې د مور ناروغي مې ډېره جدي ده او دلته د درملنې شونتیا نشته.»

خو خدای داد رضايي تر اقتصادي ستونزو ډېر په وروستیو میاشتو کې د نا امنیو زیاتېدو دې ته اړکړی دی چې له خپلو بچیانو سره دلته د پاسپورټ د اخېستو لپاره راشي. دی له خپلې کورنۍ سره د یوه خوندي ژوند د لرلو په نیت یوه ګاونډي هېواد ته روان دی.

هغه زیاتوي:«کېدای شي چې په هر ځای کې یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا شي، خو له دې ورځو ستومانه شوي یوو چې د امنیت لپاره زما لپاره ډېره ستونزمنه ده چې اوس اړ شوي یوو چې پاسپورټ واخلو چې له هېواده ولاړ شو.»

د پاسپورټ غوښتونکو د برېښنایي نوملیکنې د برخې کارکوونکی نبي الله وایي کله چې نا امنۍ زیاتېږي او دغه راز ژمی را رسېږي، د پاسپورټ غوښتونکو شمېر هم زیاتېږي.
 
د پاسپورټ ریاست کارکوونکی نبی الله حفیظي وايي:«همدا چې هوا سړېږي او ژمی کېږي او په افغانستان کې بې کاري زیاتېږي او خلکو ته دنده نه پيدا کېږي. له همدې امله زموږ مراجعین زیاتېږي او ډېری یې د پاکستان او ایران په لور ځي.»

خو د طلوع نیوز په رسمي غوښتنه د پاسپورټ ادارې رییسه او د کورنیو چارو وزارت د پنځو ورځو په لړ کې ونه توانېدل چې په لړم، لیندۍ او مرغومې میاشتو کې د وېشل شویو پاسپورټونو شمېر راسره شریک کړي.
 
د پاسپورټ ادارې رییسه مسلمه اماني څرګندوي:«یوازې په مرکز کې له دوو زور کم دي خو لوړ نه دي. دوه، دونیم زره او حتا درې زره له ولایتونو طی مراحل کېږي چې موږ ته را استول کېږي چې موږ پاسپورټونه چاپ کړو او بېرته په فېزيکي بڼه د پسټ له لارې لېږو چې غوښتونکو ته ووېشل شي.»

د پاسپورټ ریاست ۲۷۶ تنه کارکوونکي لري چې ۱۴۰ تنه یې پوځیان دي، دا کارکوونکي هره ورځ د دې ادارې چارې او د غوښتونکو د برېښنایي نوملیکنې او د پاسپورټ د چاپ او وېشلو چارې مخته وړي. 

شریک یي کړئ