Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل، د افغانستان زړه دې ورځو کې له چاودنو او هدفي وژنو سره مخ دی

کابل نن یو ځل بیا د یوې چاودنې او د جنرال عبدالرزاق اکاډمۍ پر یو استاد د وسله وال برید شاهد و.

د امنیت ضد پېښو په لړ کې دا ځل په پلازمېنه کې دا چاودنه د څلورمې حوزې په پروان سه سیمه کې پر یوه ښاري موټر شوې چې درې تنه په کې ټپیان شوي دي. خو پولیس وايي چې د چاودنې څرنګوالی نه دی روښانه شوی.
 
په یوه بله پیښه کې چې په درېیمه حوزه کې را منځته شوې درې کسان په نښته کې ټپیان شوي دي.

د پلازمینې اوسېدونکي پر امنیتي بنسټونو په نیوکې سره وايي چې دغه ادارې په کابل کې د ناامنیو د مخنیوي لپاره هېڅ ډول احتیاطي پروګرامونه په پام کې نه لري.
      
د پېښې شاهد فقیر محمد وویل:«دننه په هټۍ کې وم یو ځل غږ پورته شو کله چې بیرون راووتم چلوونکی یې بیرون راویسته، یو ځل موټر اور واخیست.»

په څلورمه حوزه کې له چاودنې روغ وتلی کس داوود  هم وايي:«یوې خوا ته لوږه ده. بلې خوا ته دا امنیتي وضعیت ښه نه دی، موږ دا چا ته ووایوو او چېرته ولاړ شو او څه وکړو؟»

بل خوا ناپيژاندو کسانو د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د جنرال عبدالرزاق د اکاډمۍ پر یوه استاد برید وکړ او هغه یې ټپي کړ.
               
د کابل د پنځمې حوزې اوسېدونکې منیژه وايي:«هره شپه ترور دی او خلا ده، هېڅ امنیت نشته، دا څه ډول دولت دی.»

د طلوع نیوز د رپوټونو له مخې په وروستیو پنځو ورځو کې یوازې په کابل کې شپږچاودنې، یو وسله وال برید او پنځه هدفي پېښې شوي دي. په دغو پېښو کې اوه تنه وژل شوي او نږدې شل تنه نور ټپیان شوي دي.

د مدني ټولنې ځینې فعالان هم د پلازمېنې پر امنیتي وضعیت اندېښنه څرګندوي.
         
د مدني ټولنې فعال جواد مهریان وايي:«له حکومته، امنیتي او کشفي ځواکونو زموږ غوښتنه دا ده چې مخنیوي اقدامات دې ولري.»

بل خوا د کابل پولیس وایي چې په وروستۍ یوه میاشت کې د جنایي او امنیت ضد پېښو په تړاو ۲۶۶ تنه نیول شوي دي.
              
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل:«د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره د امنیتي سکټور په یوې نږدې همغږۍ سره کار جریان لري.»

هېوادوال وايي وروستیو هدفي وژنو او د مقناطیسي ماینونو چاودنو نا آرامه کړي دي او باید دا وضعیت بدلون ومومي.

شریک یي کړئ