Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې چاودنه؛ شپږ پولیس سرتېري ټپیان شول

د هرات ولایت سیمه ییز مسوولین انجیل ولسوالۍ کې د چاودنې له کبله شپږ پولیس سرتېرو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

دغه مسوولین نن(چهارشنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) وايي چې چاودنه د پولیسو پوستې ته نېږدې شوې ده.

د هرات د پولیسو ویاند، عبدالاحد ولي زاده وايي چې پېښه تېره شپه ۱۰:۳۰ بجې د انجیل ولسوالۍ مالان پله سیمه کې شوې ده او د پولیسو پوسته ورانه شوې ده.

که څه هم چې د هرات پولیس پېښه کې د څلورو پولیسو له ټپي کېدو خبر ورکوي، خو د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمدرفیق شېرزی څرګندوي چې د پېښې له سیمې شپږ سرتېري روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي وايي چې له چاودنې وروسته سیمه کې د ډزو غږ هم اورېدل شوی دی.

د هرات د پولیسو ویاند، عبدالاحد ولي زاده وايي چې پېښه تېره شپه د انجیل ولسوالۍ مالان پله سیمه کې شوې ده

شریک یي کړئ