Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالب بندیانو له ازادولو سره د حکومت مخالفت

په ستراتیژيکو او عامه اړیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار، وحید عمر د طالب بندیانو له ازادولو سره د کابل مخالفت اعلان کړ.

ښاغلي عمر چې نن(چهارشنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) ملت ته د حساب ورکولو پرورګرام کې خبرې کولې وویل چې د طالبانو د نورو بندیانو ازادول د توجیې وړ نه دي، په تېر کې د پنځو زرو طالب بندیانو ازادولو ثابته کړه چې تاوتریخوالی زیات شو او د نورو بندیانو ازادولو سره ښایې لا هم زیات شي.

هغه زیاته کړه:«پنځو زرو طالب بندیانو چې د مشورتي لویې جرګې په مشوره ازاد شول او به کې څلور زره خطرناکه بندیان هم و، دا ثابته شوه چې تاوتریخوالی زیات شو.»

ښاغلي عمر همداراز زیاته کړه چې د طالب بندیانو ازادولو سره خلکو تمه درلوده چې هېواد کې تاوتریخوالی کم شي، خو د دوی د تمې خلاف خلاف نا امنۍ زیاتې شوې.

هغه همداراز وویل چې طالبان هم باید ثابته کړي چې پر خپلو ژمنو دریږي او تاوتریخوالی کموي.

همداراز ځیني سرچینې د طالبانو لخوا د خپلو اوو زرو بندیانو د خلاصون خبره کوي. د دغو سرچینو په حواله طالبان غواوړي چې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه یې د غړو نومونه ویستل شي او همداراز یې د سولې خبرو پرمختګ لپاره یې د اسلامي حکومت رامنځته کول مهم بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې پنځه زره طالب بندیان ازاد کړل. په داسې حال کې چې ویل شوي وو دغه کسان به د جګړې ډګرونو ته نه ستیږي، خو افغان حکومت کې سرچینې وايي چې ډېر شمېر دغه کسان جګړو ته ستانه شوي او یو شمېر یې په دغو ډګرونو کې وژل شوي هم دي.

شریک یي کړئ