Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو په قانون کې د تعدیلاتو مسوده له ګوندونو سره شریکه کړل شوه

د ټاکنو په قانون کې د تعدیلانو نوې مسوده چې په دې وروستیو کې د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا چمتو شوي، نن له ګوندونو او مدني ټولنې له بنسټونو سره شریک کړل شول.

د ټاکنو بهیر برېښنايي کېدل، د ټاکنو د نوماندانو محدودېدل، په ټاکنیزو جرمونو کې بدلون او د رایه ورکوونکو د نوملړ په جوړولو کې له برېښنايي پېژندپاڼو استفاده، د ټاکنو په قانون کې تازه تعدیلات دي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو په نننۍ غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د دغو تعدیالاتو له تایید سره، د هېواد ټاکنیز نظاام به ځواکمن او بااعتباره شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی محمد قاسم الیاسي وايي:«سرغړونه د پام وړ او په پراخه کچه لیدل کېږي؛ خو د هغه لپاره یې لس زره جریمه اېښې وه او دا ځواب وینه زموږ د پېر نه ده، بیا هم په سلګونه زره ډالر لګول کېږي. خو له بدغه مرغه په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.»
 
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل هم څرګنده کړه:«د نظریاتو د راغونډولو جلسې له پای وروسته، په ټاکنو دخیل لوري د ټاکنو قانون نوې مسوده، په ټاکنو کې د ټولو دخیلو لوریو او د زمانې او ټولنې مطابق د هېواد ولسوالۍ د تطبیق لپاره تصویب کړي.»

د ټاکنو په قانون کې د نویو تعدیلاتو مسوده له ګوندونو او سیاسي جریانونو سره تر سلامشورې وروسته عدلې وزارت ته استول کېږي او له هغې وروسته کابینې ته او په پای کې به ولسي جرګه د دغه قانون د تایید کېدو په هکله پرېکړه وکړي.

د افغانستان اسلامي حرکت ګوند استازی خان زمان مدبر وايي:«هغه ننګونې او بې نظمۍ چې په تېر کې د ټاکنو به بهیر کې شاهد وو. په راتلوونکو ټاکنو کې به دغه بې نظمۍ کمې شي.»

د سولې او پراختیا ګوند استازي فیضان الحق هم وویل:«د ګوندونو له ادرسه یو وړاندیز دا وو چې موږ ته دوه ورې ورځې وخت راکړل شي چې دغه طرحه مطالعه کړو.»

له ۲۰۱۴ کال راهیسې د پارلمان درې کاله مخکې ټاکنې او د ولسمشرۍ د تېر کال ټاکنې د ولسمشر د نافذ شوي فرمان پر بنسټ ترسره شوې دي.

شریک یي کړئ