Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د سرتېرو کمښت په تړاو د پنټاګون لخوا د مالوماتو نه ورکړه

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګون د دغه هېواد د نوي حکومت چارواکي افغانستان کې د سرتېرو کمښت په تړاو د مالوماتو له اخیستو منع کړي دي.

د پولیتیکو راپور له مخې، پنټاګون اجازه نه ده ورکړې چې د بایډن د حکومت غړي اوسنیو عملیاتو لکه افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمښت، افریقا کې ځانګړي عملیات او د کرونا ویروس واکسین په تړاو مالومات ترلاسه کړي.

یادې رسنۍ لیکلي دي چې دغه کار په پنټاګون کې هغو کسانو کړی دی چې د ټرمپ حکومت په وخت کې ګمارل شوي دي او  دغه کار د امریکا په تاریخ کې بې مخینه بلل شوی دی.

جوبایډن د امریکا څلورم ولسمشر دی چې د افغانستان جګړه ورته په میراث پاتې شوې ده.

په همدې حال کې خبریال او شنوونکي، سټیف کول نیویارک ټایمز ته لیکي دي کې د امریکا نوی ولسمشر باید د افغانستان جګړې ته کتنه وکړي.

په ۲۰۰۹ کال کې کله چې بایډن د امریکا د پخواني ولسمشر، بارک اوباما مرستیال و، هغه مهال افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له سلو زرو زیات و، خو اوس هغه په داسې حال کې د افغانستان جګړه په میراث وړي چې د سرتېرو شمېر ۲ زره او ۵۰۰ ته را کم شوی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې تر راتلونکو څلورو میاشتو افغانستان کې باید د امریکايي سرتېرو شمېر صفر شي، خو هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د یوې سیاسي هوکړې نه ترلاسه کېدل، د بایډن حکومت ښایې له ننګونو سره مخامخ کړي.

پنټاګون د امریکا د تازه ولسمشر، جوبایډن د حکومت غړي له دې منع کړي دي چې افغانستان کې د سرتېرو د کمښت په تړاو مالومات ترلاسه کړي

شریک یي کړئ