Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قیصاري: بلخ کې د تښتول شوي ماشوم تښتوونکي پېژنم

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان، نظام الدین قیصاري وايي چې که ولسمشر او لومړی مرستیال یې وغواړي، نو هغه به ورته بلخ کې درې میاشتې مخکې د تښول شوي ماشوم، عبدالرووف  تښتوونکي معرفي کړي.

دی زیاتوي چې د دغه ماشوم تښتوونکي پېژني او په تړاو یې د کورنیو چارو وزارت ته هم ویلي دي، خو یاد وزارت د ماشوم ازادولو کې اقدام نه دی کړی.

قیصاري وړاندې وايي:«څلور شپې مخکې مې د کورنیو چارو وزارت د کشف رییس ته پیغام پرېښود چې د فلاني کس کور  تلاشي کړه، خو نه توانید او یې نکړ.»

قیصاري چې تېره (چهارشنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) د عبدالرووف خلاصون لپاره د بلخ ولایت دفتر خوا ته پرلت ته ورغلی و، وویل:«لومړی مرستیال، د امنیت شورا، ولسمشر دې له ما وغواړي، زه رسما وایم چې (تښتونکي) څوک دي.»

ښاغلی قیصاري همداراز وايي چې حکومت په تېرو کالو اتیا ورځو کې نه دی توانېدلی چې د تښتول شوي ماشوم لپاره څه وکړي:«ماته دې وخت راکړي، زه ماشوم راپیدا کوم، مزار هم اراموم، طالب ځپم، که مزار کې یو څوک وتښتول شو، یو ترور وشو، زه یې ځواب ورکوم.»

په همدې حال کې د عبدالرووف مور، زهره غېږې ته د خپل زوی د ستنېدو لپاره له درده ډکې شېبې تېروي.

هغه په غریونیولي غږ وايي:«هره شېبه عبدالرووف یاد ته راځي، ناسته او ولاړه یې، ان ډوډۍ خوړل یې، چې ویل به یې مورې زه هګۍ خورم.»

 عبدالرووف کابو درې میاشتې مخکې کله چې د ښوونځي پر لور روان و، د وسله والو لخوا له موټره ښکته او وتښتول شو. د هغه کورنۍ وايي چې تښتونکو پوځي جامې پرتن وې.

د بلخ والي، محمدفرهاد عظیمي وايي چې د عبدالرووف ازادولو لپاره له شلو ډېر پوځي عملیات ترسره شوي دي او دوی ته نښې له لاس ورغلي دي:«دا قضیه پرمختللې ده او له شلو ډېر کسان چې مخکې نیول شوي وو، یوه یې ښځه ده، چې موږ پرې شک درلود او پرون  ونیول شوه.»

د تښول شوي ماشوم خپلوان وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح په راتلونکو پنځلسو ورځو کې د دغه ماشوم د ازادولو ژمنه کړې ده.

شریک یي کړئ