Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې له طالبانو سره نښته کې دوو سرتېرو ژوند بایللی

د بغلان ولایت پلخمري ښار څنډه کې له طالبانو سره نښته کې دوو سرتېرو ژوند بایللی او پنځه نور ټپیان دي.

یاد ولایت کې امنیتي مسوولین وايي چې طالبانو تېره شپه(پنجشنبې د سلواغې په ۲مه نېټه) د پلخمري ښار دوهمې امنیتي حوزې سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستې برید وکړ چې پایله کې یې یوه سرتېري ژوند بایلود او دوه نور ټپیان شول.

له دې سره هم مهاله یادې ډلې د بعلان ـ سمنګانو پر لویه لاره هم پر افغان ځواکونو برید کړی چې پایله کې یې یوه سرتېري ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې دواړه بریدونه په شا تمبول شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ