Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالهادي ارغندېوال د مالیې وزارت له مقام څخه لرې کړل شو

ولسمشر اشرف غني په یوه فرمان کې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندېوال له خپلې دندې ګوښه کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره په یوې خپرپاڼه کې وايي چې ښاغلي غني محمد خالد پاینده یې د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ګومارلۍ دی.

ښاغلي پاینده د مالیې وزارت د مرستیال په توګه کار کړی دی.

د ولسمشر په حکم کې د مالیې وزیر عزل، د عوایدو په راغونډولو کې د تعلل، په مالیې وزارت کې د ناقانونه ګومارنو په هکله د څېړونکي ګډ پلاوي سره نه همکاري او د دغو څېړنو مخنیوی، مدیریتي کمزورتیا، د حکومتوالۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا او د ولسمشرۍ ماڼۍ له حکمونو څخه سرغړونه ویل شوي دي.

ښاغلی ارغندېوال د وران لمریز کال په وري میاشت کې د مالیې وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شو. هغه د روان کال په لیندۍ میاشت کې د پارلمان له خوا د اعتماد رایه ترلاسه کړه.

شریک یي کړئ