Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هوايي چلند اداره د شکمنو الوتنو په هکله د حکمتیار ادعاوې ردوي

د مُلکي هوايي چلند اداره د حامد کرزي نړیوال هواي ډګر کې د بې نومه او نښانه الوتکو ناسته او الوتنه ردوي.

ورته مهال د دغه هوايي ډګر رییس سید عمر صبور د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار چې د جمعې په ورځ یې په دې هکله نظر څرګند کړی و غواړي چې د خپلو څرګندونو د ثبوت لپاره سند او شواهد وړاندې کړي:«زموږ دستګاوو تراوسه موږ ته داسې الوتکې نه دي ښودلي چې له نوم او نښان پرته وي؛ یا د افغانستان له فضا تېره شوې وي، یا د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ناسته کړې وي.» 

ښاغلی صبور زیاتوي چې د دغه هوايي ډګر امنیت د څو امنیتي بنسټونو له خوا تامینېږي او له دغه هوايي ډګره بهر ته د پیسو، سرو زرو د قاچاق زمینه برابره نه ده.

حکمتیار ویلي دي چې له نوم او نښان پرته الوتکې د کابل په هوايي ډګر کې ناسته او الوتنه کوي چې د پیسو او سرو زرو په قاچاق کې لاس لري:«په داسې حال کې د کابل په هوايي ډګر کې پر ځمکه کېني او الوتنه کوي، ځي او راځي، هغه هم په پرله پسې چې د هوايي ډګر امنیت هم په فوق العاده توګه او نه د هوايي ډګر د ساتونکو په واسطه له بل ځایه تامین شوی دی.»

حکمتیار له ولسي جرګې وغوښتل چې د دغو الوتکو ناسته او الوتنه وڅېړي.

د مُلکي هوايي چلند اداره د حامد کرزي نړیوال هواي ډګر کې د بې نومه او نښانه الوتکو ناستې او الوتنې په هکله د حکمتیار څرګندونې ردوي.

شریک یي کړئ