Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د تاوتریخوالي کچه اندېښمونکې ده خو له مذاکراتو ناهیلی نه یم'

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د طالبانو د تاوتریخوالي کچه اندېښمنوونکې ګڼي خو وايي چې د دوحې د سولې له مذاکراتو ناهیلی شوی نه دی.

ښاغلی عبدالله زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی له یوه قاطع ارادې او د اوربند د ټینګښت د هڅو لپاره دوحه کې د مذاکراتو دویم پړاو ته داخل شوي دي، په داسې حال کې چې د هغه په وینا د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د نه منلو وړ دوام لري.
 
په داسې حال کې چې په دوحه کې د سولې مذاکراتو د دویم پړاو له پېلېدو څه باندې دوه اونۍ تېرېږي او لا هم مرکچي پلاوي د مذاکراتو د اجنډا د توحید په تړاو پایلې ته نه دي رسېدلي؛ د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس وایي چې تر اوسه له دغه بهیره ناهیلی شوی نه دی.
   
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«د کار له جریانه مایوسه نه یم، خو لږ تر لږه مسله دا وه چې په لومړي فرصت کې باید د اوربند په هکله هوکړه وې وای.»

ښاغلی عبدالله په هیله منۍ سره وایي چې له طالبانو سره له سولې وروسته به په ملي روغې جوړې عالي شورا کې جوړ شوي کمېسیونونه د طالبانو د مدغم کولو په برخه کې کار وکړي.

هغه زیاته کړه:«انشاالله چې سولې ته ورسېږو د نوي ادغام مسله رامنځته کېږي.»

بل خوا ولسمشر غني پرون یو ځل بیا له ځانه بل چاته د واک د لېږد یوازینۍ لار د ټاکنو ترسره کېدل وبلل.
 
ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړه:«د افغانستان حکومت کلک دی؛ ملي بنسټیز، سیمه ییز او نړیوال مشروعیت لري.»

بل خوا ځينې سیاستوال وایي چې له حکومته د خلکو د ناخوښۍ په علت او دا چې طالبان نه غواړي له اوسني حکومت سره یو ځای شي؛ د سیاستوالو ترمنځ د لنډمهالي او یا سرپرست حکومت بحث تود شوی دی.
 
د ملي روغې جوړې دعالي شورا غړی سید اسحاق ګیلاني وویل:«هېڅکله مې له طالبانو نه دي اورېدلي چې ویلي یې وي موږ له دغه حکومت سره یوځای کېږو.»

بلخوا په سولې مذاکراتو کې نه پرمختګ او د تاوتریخوالي لوړې کچې په دوحه کې روانو مذاکراتو ته د خلکو لېوالتیا کمه کړې ده.
      
د سرچینو په وینا د سولې مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره د دې ډلې د اوه زره نورو بندیانو د خوشي کېدو او له تور نوملړه د طالبانو د نومونو د لېرې کېدو او د اسلامي نظام د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

 په دوحه کې د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وایي چې د طالبانو د یوویشت کیسیز پلاوي له ډلې د نهو تنو نومونه په تور نوملړ کې دي. خو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
 
په دوحه کې د سولې مذاکراتو د دویم پړاو له پېلېدو څه باندې دوه اونۍ تېرېږي او لا هم مرکچي پلاوي د مذاکراتو د اجنډا د توحید په تړاو پایلې ته نه دي رسېدلي.

شریک یي کړئ