Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستیو ۹۰ ورځو کې کابل یوازې نن د امنیت ضد پېښه نه ده شوې

د تېرو ۹۰ ورځو پر خلاف چې کابل د امنیت ضد، چاودنو او وسله والو بریدونو شاهد و، خو نن د دغو پېښو په هکله رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د کابل اوسېدونکي چې له امنیتي بنسټونو ښه زړه نه لري، همدا چې یوه ورځ د امنیت ضد پېښو څخه پرته تېروي، خوشحاله دي.  

د پلازمېنې دغه اوسېدونکي تمه لري چې د پلازمېنې د امنیت د ټینګښت په برخه کې بې پروایۍ پای ته ورسېږي.
            
د کابل اوسېدونکی محمد عارف وايي:«بې وسي لري. دوی له خلکو او ملت څخه دفاع نه کوي. کله چې په رنجرونو کې یې چاودنې کېږي، دا د دوی کمزورتیا ښيي.»
               
د کابل اوسېدونکي نعمت الله هم وویل:«که چېرې دوی یو منظم پلاو ولري، وینئ چې پېښې لږې کمېږي.»

له دې سره همهاله د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې امنیتي ادارې باید په پلازمېنه کې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره له یو بل سره په همغږۍ کار وکړي.
 
د ولسي جرګې غړی صادق قادري څرګندوي:«دوی راغواړو چې یوه همغږي رامنځته کړي، د شپږنیمو غونډې، د کورنیو چارو او د ملي امنیت ریاست په منځ کې وي چې د خلکو امنیت ښه شي.»

په کابل کې د امنیتي پېښو له زیاتېدو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال د پلازمېنې د امنیت مسوولیت پر غاړه واخیست. خو د پلازمېنې اوسېدونکي وایي چې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې لاهم په دغه ښار کې وضعیت اندېښمنوونکی دی.
 
د ولسمشر د ملي امنیت د رسنیو د دفتر مرستیال ضیا ور سجي وايي:«د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې ډېر بدلون رامنځته شوی دی، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې په پار شپږنیم په قاطیعت او جدیت سره دوام لري او هڅه کو چې کابل په یوه امن ښار بدل کړو.»

د مقناطیسي ماینونو چاودنې، هدفي وژنې او جنایي جرمونه هغه پېښې دي چې په وروستیو میاشتو کې یې له امله کابل ته جدي زیانونه اوښتې دي. په دغو پېښو کې هم پوځیان هم دولتي کارکوونکي او هم ملکیان په نښه شوې دي.

څه باندې درې میاشتې کېږي چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح شخصاً د کابل ښار د امنیت د تامین مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ