Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان بانک د منازعاتو د حل رییس یوې چاودنه کې ټپي شو

د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې چې نن (یکشنبې، د سلواغې په ۵مه) خپره شوې د دې پخلی کوي چې په کابل ښار کې یوې چاودنه کې د دغه بانک د منازعاتو د حل رییس عبدالله درانی له خپل چلوونکي سره ټپي شوی او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې دغه پېښه نن سهار  ۸:۱۲ دقیقې د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند په شاه شهید سیمه کې رامنځته شوه چې د ښاغلي دراني پر موټر یوه مقناطیسي ماین چاودنه وکړه.

له دې مخکې، د کابل پولیسو په یوې خبرپانه کې په دغې پېښه کې د درې تنو د ټپي کېدو پخلی کړی و، خو د دغې پېښې په اړه ډېر جزییات وړاندې کړې نه دي.

له دې مخکې، د پېښې شاهدانو ویلي وو چې پر یوه زغره وال موټر چاودنه کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

ورته مهال د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې نن سهار د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمه کې چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکي زیاتوي چې په دې هکله پلټنې روانې دي.

مرکزي بانک وايي چې دغه پېښه نن سهار  ۸:۱۲ دقیقې د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند په شاه شهید سیمه کې رامنځته شوه

شریک یي کړئ