Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له دوبۍ کابل ته شل افغان بندیان راولېږدول شول

په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د سفارت چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې څه باندې شل افغان بندیان چې په دوبۍ کې بندیان وو، ازاد او کابل ته لېږدولي دي.

په دوبۍ کې د افغانستان جنرال کونسل مسعود عزیزي وايي چې په وروستیو اتو میاشتو کې څه باندې ۲۰۰ افغانان چې په دوبۍ کې بندیان وو، ازاد کړل شوي دي.

ښاغلی عزیزي وایي چې د دغو بندیانو د لېږد لګښت افغان حکومت ورکړی دی:«له نېکه مرغه موږ په اتو وروستیو میاشتو کې څه باندې ۲۱۰ تنه بندیان هېواد ته لېږدولي دي سبا دوه تنه نور هم په دوبۍ کې له بنده ازادېږي چې هغوی هم افغانستان ته استوو او په ټول کې ډېره پاملرنه مو د بندیانو په هکله ده.»

دوی په اماراتو کې د څو میاشتې بند له تېرولو وروسته اوس مهال د افغان حکومت په مرسته له بنده خوشي شوي دي او کابل ته را ستنېدو ته چمتو دي.
 
دغه افغانان په بېلابېلو جرمونو په میاشتو میاشتو بندي وو.

یو له دغو افغانانو عبدالله عزیز میر وايي چې په میاشتو دوبۍ کې بندي وه:«دلته زموږ چا پوښتنه نه کوله. اوس پوښتنه وشوه او موږ یې له بندخونې راویستلو.»

اختر محمد بل ازاد شوی بندي اختر محمد هم وايي:«له پنځو میاشتو وروسته له زندانه ازاد شوم.»

د شمېرو پر بنسټ په لسګونه زره افغانان همداوس په دوبۍ کې پر کار بوخد دي. دوبۍ ښار د ډېریو افغانانو لپاره کاري مقصد دی.

شریک یي کړئ