Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: د کابل او واشنګټن په اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل شوی

ولسمشر غني نن دوشنبې (د سلواغې په ۶مه) د کابینې په غونډه کې وویل چې د کابل او واشنګټن په مناسباتو کې نوی څپرکی پرانیستل شوی دی او امریکا، افغانستان د خپل بنسټيز شریک په توګه ګڼي.

هغه ټينګار وکړ چې امریکا له طالبانو سره خپل هوکړه لیک په چټګه څېړي او له ارزونو وروسته، د امریکا حکومت به د لارې یوې نقشې ته د لاسرسي په پار له افغان حکومت سره به هم د هوکړه لیک په هکله مشوره وشي.

هغه وویل:«زموږ له عمده شریک امریکا سره زموږ په اړیکو کې نوي څپرکي پرانیستل شوي چې دوام کوي. زموږ د اړیکو بڼه به د دولت له دولت سره په عالي کچه کې به وي.»

ولسمشر غني د امریکا د نوي حکومت له لوري ژر تر ژره  له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک د څېړلو خبر هم ورکوي.

هغه همدارنګه زیاته کړه:«له طالبانو سره د امریکا پر تړون به د امریکا امنیت شورا له خوا یوه چټکه څېړنه وشي او له هغې وروسته به له موږ سره یوه بنسټيزه مشوره وشي.»

خو د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند طلوع نیوز ته په يوه پیغام کې وایي چې دا ډله د دوحې په هوکړه لیک کې د خپلو ژمنو عملي کولو ته ژمنه ده او زیاتوي چې که د امریکا د نوي حکومت موخه د دغه هوکړه لیک په تړاو د معلوماتو ترلاسه کول وي؛ دا ډله ستونزه نه لري.

د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم لیکلي:«موږ پر هغو ژمنو ولاړ یوو چې په هوکړه لیک کې مو کړې دي او له مقابل لوري هم غواړو چې پر خپلو ژمنو ولاړ واوسي. د څېړنې په تړاو که موخه دا وي چې نوي مسوولین راغلي دي او د دوحې د هوکړه لیک په تړاو مفصل معلومات نه لري؛ غواړي ځان خبر کړي او اضافي او مفصل معلومات ترلاسه کړي، په دې کې ستونزه نشته.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس رحماني په دې هکله وايي:«زه فکر کوم چې ښاغلی جو بایډن (د امریکا ولسمشر) د افغانستان د سولې بهیرته دوام ورکوي او دا چې په دغه وخت کې افغانستان ته لومړيتوب ورکوي، له امکانه لږ لېرې ښکاري.»

بل خوا ولسمشر غني پرون د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر سره د سولې د بهیر او اوربند په تړاو خبرې کړې دي.
             
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وویل:«د تاوتریخوالي په هکله اندېښنه څرګنده شوه او همدارنګه پر اوربند ټينګار وشو، او همدا راز د افغانستان د سولې بهیر په هکله خبرې وشې.»

تمه کېږي چې د راتلونکې زیږدیزې میاشتې په لړ کې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا دریځ او دغه راز د ناټو د سرتېرو د حضور څرنګوالی د ناټو د دفاع وزیرانو په یوې غونډه کې په ډاګه شي.

ولسمشرغني د دوشنبې پر ورځ د کابینې په غونډه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د تازه څپرکي د پرانستلو خبره  وکړه.

شریک یي کړئ