د مالیې پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندېوال وايي دی چې د ارګ د یوې ځانګړې کړۍ د دسیسي په پایله کې له دندې لېري کړل شوی او وايي چې دغې کړۍ په مالیې وزارت کې د هغه له حضور سره خپلې ګټې په خطر کې لیدلې.
ښاغلی ارغندېوال وايي که څه هم ولسمشر غني په مالیې وزارت کې د ده له کار څخه خوښ و، خو د ده د ګوښه کېدو په پلان کې د مدیریت کمزورتیا او غیرقانوني ګومارنې د دلایلو په ډول را وړل شوي دي چې هېڅ یو یې د قناعت وړ نه دي.
ښاغلی ارغندېوال دا څرګندونې د مالیې وزارت له ګوښه کېدو دوه ورځې وروسته نن په کابل کې په یوې خبرې غونډه کې وکړې.
ښاغلی ارغندېوال وایي چې د مالیې وزارت څوکۍ یې د ولسمشر غني له ټینګار وروسته په دې شرط منلې وه چې په کارونو کې به یې مداخله نه کوي؛ خو په ارګ کې یوې کړۍ د ده په کارونو کې مداخله وکړه. ښاغلی ارغندېوال له دې پرته چې د چا نوم واخلي وایي چې ځینو کسانو له ده غوښتې وو چې د ګمرکونو دوه ریاستونه ورکړي.
د مالیي وزارت پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندېوال زیاتوي:«کله چې ګټې یې په خطر کې وي، کله چې ارغندېوال په مالیې وزارت کې وي، کله چې هغه چینلونه چې هغوی غواړي له هغې لارې د ځان لپاره سره او پیسې راټولې کړې، هغه تړلې وي طبعاً د دې زغم ورته ګران دی.»
د ارغندیوال په وینا سره له دې چې ناروغ و، وزارت ته ولاړ خو د ګوښه کېدو له لیک سره یې مخ شو.
نوموړی زیاتوي چې د نوموړي د ګوښه کېدو په لیک کې د عوایدو په راټولولو کې تعلل، ناقانونه ګومارنې او د مدیریت کمزورتیا، د ده د ګوښه کېدو لاملونه بلل شوي دي، د نوموړي په وینا دا دلایل یوازې د ده ګوښه کولو ته د پلمې جوړول و.
هغه زیاتوي:«د تدارکاتو په کمېسیون کې زموږ شتون یوه بله ستونزه ده چې د دې لامل شي چې باید ارغندېوال عزل شي او نه وي. د تدارکاتو کمېسیون جوړ شوی و مې ویل زما لومړنۍ ملاحظه دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري د چارو په اداره کې د غوښې تړون کې ۱۸ ډول غوښه شامله ده.»
عبدالهادي ارغندیوال وایي چې په لومړي ځل یې د مالیې وزارت په زیرمو کې سږکال ۳۰ مېلیارده افغانۍ راټولې کړي دي او د عوایدو د راټولو لپاره یې مشخص شوی هدف پوره کړی دی. دی زیاتوي چې په دغه وزارت کې ټولې ګومارنې د آزموینې د اخیستلو له لارې شوې دي.
نوموړی د هغو تلو ( ترازو) او امنیتي کمرو نصبېدل چې په وینایې په کلونو په وزارت کې پراته وو، په دغه وزارت کې له خپلو کارونو ګڼي.