د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي د ملابرادر په مشرۍ د دوی یو پلاوی د ایران په بلنه دغه هېواد ته ورغلی دی.
ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د سولې په اړه ملاحظې لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د سیاسي کمېسیون یو پلاوی د ملابرادر په مشرۍ پاکستان ته تللی دی.
ملابرادر کابو یوه نیمه میاشت مخکې پاکستان ته هم سفر درلود او د دغه هېواد له چارواکو سره یې ولیدل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې دا سفر د افغان سولې بهیر کې د تسهیل لپاره د پاکستان د هڅو برخه بللې وه
ملابرادر په داسې حال کې تهران ته سفر کوي چې ولسمشر غني وايي د واشنګټن سره د کابل په اړیکو کې نوی فصل پرانستل شوی او متحده ایالات افغانستان ته د یوه کليدي شریک په توګه پېژني.
ولسمشر غني ټینګار کوي چې متحده ایالات په واضح ډول له طالبانو سره تړون ته ارزونه کوي او له بیاکتنې وروسته به امریکا له کابل سره د تړون په اړه یوې حل لارې ته د رسېدو په برخه کې سلا مشورې وکړي.
خو د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند طلوع نیوز ته په يوه پیغام کې وایي چې دا ډله د دوحې په هوکړه لیک کې د خپلو ژمنو عملي کولو ته ژمنه ده او زیاتوي چې که د امریکا د نوي حکومت موخه ددغه هوکړه لیک په تړاو د معلوماتو ترلاسه کول وي؛ دا ډله ستونزه نه لري.
بل خوا ولسمشر غني پرون د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر سره د سولې د بهیر او اوربند په تړاو خبرې کړي دي.
تمه کیږي چې د راتلونکې میلادي میاشتې په لړ کې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا دریځ او دغه راز د ناټو د سرتېرو د حضور څرنګوالی د ناټو د دفاع وزیرانو په یوې غونډه کې په ډاګه شي.