د بلخ ـ جوزجان پر لویې لارې د ترافیکي پېښې له کبله یوه تن ژوند بایلود او ۲۵ نور ټپیان دي.
د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وايي پېښه تېره شپه (دوشنبې د سلواغې په ۶مه نېټه) د چهاربولک ولسوالۍ اړونده سیمه کې د مسافروړونکي او باروړونکي موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د بلخ بوعلي سینا بلخي روغتون سرطبیب، معراج فاروقي وايي چې د یوه تن ټپي حالت د اندېښنې وړ دی، خو نور یې ښه دي.
همداراز د یوه بل خبر له مخې د هرات ـ کندهار پر لویه لاره د ګذرې ولسوالۍ اړوندې سیمې کې د ترافیکې پېښې له کبله یوه تن ژوند بایللی او ۲۶ نور ټپيان دي.
د هرات سیمه ییز مسوولین وايي چې دغه پېښه تېره شپه د مسافروړونکي او باروړونکي موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمدرفیق شېرزی وايي چې د پېښې قرباني یو نارينه دی.
د ښاغلي شېرزي په وینا په ټپیانو کې شپږ ښځې، دوه ماشومان او اتلس نارینه شامل دي.