Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا خزانه دارۍ وزارت: القاعده افغانستان کې د پیاوړې کيږي

د امریکا متحده ایالاتو د خزانه دارۍ وزارت وايي د القاعدې ډله افغانستان کې پیاوړې کیږي او دا ډله له طالبانو سره خپلې اړېکې روزونکو او مشاورینو د یوې شبکې له لارې چې یادې ډلې ته مشورې ورکوي او مالي ملاتړ یې کوي، ساتلې دي.

د یاد وزارت په وینا د حقاني شبکې جګپوړو غړو د القاعدې په مالي همکارۍ د ګډ وسله وال واحد جوړلو په تړاو خبرې کړې دي.

په همدې حال کې امریکا د خزانه دارۍ وزارت د افغانستان په سرحدي سیمو کې د القاعده او پاکستاني طالبانو له فعالیتونو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه وزارت د امریکا دفاع وزارت د پوښتنو او ځوابونو طرحې کې په افغانستان کې د القاعدې پیاوړې کېدل تایید کړي دي.

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت زیات کړې ده:«تر ۲۰۲۰ زیږدیز کاله پورې القاعده په افغانستان کې د غښتلې کېدو په حال کې ده، په داسې حال کې چې د طالبانو تر محافظت لاندې له دي ډلې سره خپلې  همکارۍ ته  دوام ورکوي. القاعده لا هم په پراخه کچه د خپلو همفکرو ملګرو او هغو کسانو مرستو پورې تړلي دي چې معتقد دي مرسته شوې پېسې یې بشرپاله او خیریه کارونو لپاره لګول کيږي.»

د راپور په بله برخه کې ویل شوي چې د داعش ډله هم افغانستان او له هغه ځایه بهر ته پېسې لېږدوي.

دا په داسې حال کې ده د روان زیږدیز کال تلې میاشت کې د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د القاعدې مشران لا هم په افغانستان کې دي او د دغې ډلې مشر، ایمن الظواهري له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

پر داعش او القاعدې ډلو د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې همغږی کوونکی، ایموند فیتون برون له امریکا غږ سره خبرو کې ویلي دي چې طالبانو له امریکا سره د سولې خبرو پرمهال هم څو ځله له القاعدې سره مشورې کړې او غیر رسمي تضمین یې ورکړی چې ورسره به خپلې تاریخي اړیکې ساتي.

شریک یي کړئ