سهراب دولس کلن دی، هغه د کور له دروازې وتښتول شو او نهه سړې او تیاره شپې یې په هرات کې د سړي تښتونکو په بند کې تېرې کړې.
دی وايي چې سړو تښتونکو په یوه ساړه او تیاره حمام کې ساتلو، لاسونه او پېښې یې په ځنځير ورتړلې وې، هره شېبه به یې په وسلو د مرګ ګواښ ورته کاوو.
دغه ماشوم په بند کې تېر حال داسې بیانوي:«موږ حمام کې وو، زما سترګې یې نه تړلې، خو څراغ به یې مړ کولو او تیاره به وه. سړو تښتونکو به راته ویل چې د کمپلې لاندې پټ شم. د حمام له دېوالونو اوبه راتلې او شپې به مې په مخې څڅېدې او له خوبه به راوېښیدم.»
تښتونکو به سهراب له یوه کوره بل ته په یو صندوق کې لېږدولو، هغه وايي:«موږ به یې له یوه کور بل ته په تړلو سترګو یوه بکس کې لېږدولم او هلته به یې زما سترګې پرانیستې. راته به یې ویل چې دلته مویو ملګری اعصاب خرابه دی او که دې چیغې کړې نو ما به ووژني.»
سهراب په بند کې له نهو شپو ورځو تېرولو وروسته د پنځوسو زرو ډالرو په بدل کې خوشې شو.
د سهراب پلار، عبدالصبور رحاني څرګندوي:«اړ شوو، ځکه چې زموږ د اولاد ژوند مطرح و، دوستانو او خپلوانو راسره مرسته وکړه او دا پیسې مو په یوه شکل پیدا کړې او ورمو کړې.»
د هرات ولایتي شورا وايي چې په دې ورځو کې د تښتونې بېښې زیاتې شوې دي او خلک یې اندېښمن کړي دي.
د هرات ولایتي شورا غړی، وکیل احمد کرخي وايي:«هرات کې هېڅوک په ارامۍ کې ژوند نه کوي. هرات ښار کې هره کورنۍ اندېښنه لري چې ولې یې د کورنۍ یو غړی ناوخته کورته راځي. کله چې د یوې کورنۍ اولاد له کار او یا ښوونځي راځي ټول ورته په اندېښنه کې وي.»
په همدې حال کې د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د تښتونکو موخه د خلکو ناهیلي کول او له هېواده د پانګو تېښته ده.
د هرات والي، سید وحید قتالي وايي:«اغراض یې مشخي دي، د تښتونو تر شا قطعآ پانګواله د نا هیلي موضوع ده، هغه کسان چې د هرات د اقتصاد څرخ ګرځوي او خدمت کوي، د وحشت رامنځته کول د دوی یوه موخه ده.»
په داسې حال کې چې د هرات پولیس په روان کال کې له کابو شلو کسانو له تښتولو خبر ورکوي، خو د ولایتي شورا غړي او خصوصي برخو چلونکي بیا وايي، تېرو لسو میاشتو کې له څلوېښتو ډېر کسان تښتول شوي دي او نوي سلنه یې د پيسو په بدل کې ازاد کړل شوي دي.