د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی تهران ته تللی دی.
د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم نن سې شنبې (د سلواغې په ۷مه) وویل چې د دغې ډلې د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی، د ایراني چارواکو په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
محمد نعیم زیاته کړه چې دغه پلاوی د دواړو هېوادونو، د افغان ګډوالو، د افغانستان او سیمې اوسني وضعیت په اړه به خبرې اترې وکړي.
د طالبانو د پلاوي دا سفر په داسې حال کې کږي چې ولسمشر غني تېره ورځ د کابینې په غونډه کې وویل چې د کابل او واشنګټن په اړیکو کې یو نوی څپرکی پرانیستل شوی دی او امریکا افغانستان د خپل یوه بنسټیز شریک په توګه ګڼي.
ورته مهال په کابل کې د ایران سفیر طلوع نیوز ته ویلي دي چې طالبان د افغانستان د واقعیت یوه برخه ده او تهران هڅي کوي چې د افغانانو تر منځ روانې خبرې د ځينو هېوادونو له انحصار څخه را وباسي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي تهران ته د طالبانو دغه سفر له کابل سره په همغږۍ تر سره شوی دی.
په کابل کې د ایران سفیر وایي تهران هڅه کوي چې د افغانستان د سولې مذاکرات پایلې ته ورسېږي.
په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وویل:«طالبان د افغانستان د واقعیت یوه برخه ده چې باید د افغانستان هېواد جوړښت، د دغه هېواد موجوده جوړښت ته راستانه شي. زموږ ټوله هڅه دا ده چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات د ځينو ځانګړو هېوادونو له زندان څخه ووځي. او خپل واقعي ریل ته راستانه شي. زما په نظر زه هغه شرایط چې فعلاً د دوحې په مذاکراتو کې جریان لري هغه شرایط نه دي چې په کې د افغانستان د خلکو ګټې خوندي شي.»
ایران له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي په کموالي سره جګړې پای ته ورسوي او د مذاکراتو له لارې پایلې ته ورسېږي.
بل خوا ایران ته د طالبانو له سفر سره همهاله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان په ګډون د خلیج حوزې څو هېوادونو ته سفر وکړ. دا هغه هېوادونو دي چې له تهران سره یې اړیکې ترینګلې دي.
په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان په دې هکله څرګندوي:«که چېرې موږ له هر هېواد سره سیالي او دښمني ولرو. د افغانستان صحنه بله صحنه ده. که چېرې موږ له امریکا سره هره مسله چې لرو د امریکا مسایل افغانستان ته نه راوړو. په همدې ډول له پاتې نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې له ټولو هېوادونو سره، په خپل ځای دي موږ پر هغه بحث کار نه لرو.»
خو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې تهران له کابل سره په همغږۍ طالبان د کتنې لپاره تهران ته وربللي دي.
پخوانی طالب قومندان سیداکبر آغا وايي:«اوس چې ایران ته تللي دي د دې لپاره چې په افغانستان کې د ایران رول مثبت دی منفي نه دی.»
د نړیوالو چارو شنوونکی ویس رحماني هم څرګندوي:«لومړی ځل نه دی چې د طالبانو پلاوی ایران ته تللی دی. بلکې له ایران سره مستقیمې او نا مستقیمې اړیکې لري.»
خو ایران ته په داسې وضعیت کې د طالبانو سفر چې په راروان پسرلي کې د خونړۍ جګړې د یو بل فصل په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي؛ په څه معنی دی؟
د پوځي چارو کارپوه صالح محمد ریګستاني وویل:«زما له انده ایران ته د غه سفر یو له تکتیکي سفرونو څخه دی. طالبان د نظام د پرځولو او په یو اړخیز ټول د واک نیول دي. سوله یې دورغجنه او جګړه یې واقع بینانه ده.»
ایران په ځلونو د افغان سولې په بهیر کې د امریکا پر رول نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې که د واشنګټن په تګلاره کې بدلون رانه شي دا بهیر به پایلې ته ونه رسېږي.
په دې اړه مو اندونه