کابل کې د وو چاودنو د دوو پولیس سرتېرو ژوند واخیست او څلور نور یې ټپيان کړل.
دغه چاودنې نن سهار(چهارشنبې د سلواغې په ۸مه نېټه) وشوې چې لومړۍ یې د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند، دېسپېچري سیمه کې وه او په ترڅ کې یې دوه پولیس سرتېري ټپیان شول.
د کابل پولیس وايي چې چاودنه د پولیسو پر موټر وشوه او په کې دوه سرتېري برسېرن ټپیان شول.
په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د کابل دولسمې حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې د عامه نظم پر ځواکونو د چاودنې له کبله دوو سرتېرو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان دي.
د دغو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی، خو حکومت د دغو ډول پېښو مسوولیت د طالبانو پر غاړه اچوي.