Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مخالفو وسله‎‌وال لخوا کېندل شوې کندې د ترافیکو پېښو لامل

د فاریاب - بلخ پر لویه لاره یو شمېر مسافر د دولت د وسله‎والو مخالفینو له خوا د سړکونو له  ویجاړېدل د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي لامل بولي.

پر دغه لار وروستۍ ېېښه کې ۲۹ کسان ټپیان شوي او یو مړ شوی دی.

په مزارشریف کې د بوعلي سینا روغتون شمېرې ښيې چې په تېرو شپږو میاشتو کې په بلخ کې د ترافیکي پیښو له کبله ۳۴ کسان مړه شوي او له ۱۲۰۰ ډیر نور ټپیان شوي دي.

نجیب الله چې، د فاریاب د میمنې ښار اوسېدونکی او د خپلې څلور کس ییزې کورنۍ ګټيالی دی، پښه یې په یوې ټرافیکي پېښه کې ماته شوې ده. ده غوښتل د ګټې وټې لپاره ایران ته ولاړ شي، خو تر هغې مخکې موټر یې له یوه بار وړونکي موټر سره وجنګېده.

اوس نجیب الله د مزارشریف ښار بوعلي سینا بلخي روغتون کې تر درملنې لاندې دی:«سرکونو کې یې کندې کېندلې دي، موترچلونکي نه پوهیږي او کندې ته لوېږي.»

په دې خونه کې شپږ کسان بستر دي. د دوی چې په یاده ټرافیکي پېښه کې یې یا لاسونه او یا هم پښې ماتې شوې وايي، د فاریاب بلخ لویې ځینې برخې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري ویجاړې شوې او له امله یې ورسره د ټرافیکي پېښو په کچه کې هم ډېروالی راغلی دی.

د فاریاب اوسېدونکی، نورالله وايي:«لارې ډېرې خرابې دي، هرو سلو مترو کې د ماین چاودنه ده چې لارې یې خرابې کړې دي.»

د بلخ د بو علي سینا بلخي روغتون شمېرې د دې ښکاندويي کوي چې، په تېرو ۶ میاشتو کې د ۲۴۴ ښځو په ګډون څه باندې ۱۲۰۰ کسان چې په بیلابیلو ټرافیکو پېښو کې ژوبل شوي، د درملنې په موخه دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

د بوعلي سینا بلخي روغتون مسوول، غوث‌الدین انوري وايي:«هغه شمېرې چې له موږ سره دي کابو ۱۳۳۰ تنه د ترافيکو پېښو له کبله ټپیان راوړل شوي دي.»

په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد په شمالي لویو لارو کې ټرافیکي پېښې ډېرې شوې دي.

د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل څرګندوي:«د مزارـ جوزجان لویه لار کې د دولت مخالفو وسله والو د چاودنو له کبله مشکلات رامنځته شوي دي او ترافیکي پېښې د سرک د خرابۍ نه رامنځته کیږي.»

د سړکونو نه معیاریوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او پر لویو لارو د وسله والو له شتونه ویره د ټرافیکي پېښو د ډېروالي لاملونه په ګوته شوي دي.

شریک یي کړئ