Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د سولې بهیر کې ډېرې موکې له لاسه وتلې دي

په دوحه کې د سولې مذاکراتو له درېدو سره هم مهاله، د ملي روغې جوړې عالي شورا ګواښ کوي چې د سولې بهیر کې ډېرې موکې له لاسه وتلې دي او رامنځته شوې موکه باید له لاسه ونه وځي.

ښاغلي عبدالله چې نن چهارشنبې کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله، ټينګار وکړ چې د طالبانو ټول بندیان به له بنده ازاد کړل شي او د دغې ډلې د مشرانو نومونه به هم د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه و اېستل شي، خو دا ټول سولې ته د رسېدو له هوکړې وروسته شونې دي.
 
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«ډېر فرصتونه مو له لاسه ورکړل او که چېرې دغه موکې د لیدلوریو د تقابل له امله ضایع شي، نو موږ د کار لپاره ډېر فرصت نه لرو او هره ورځ د جګړې په دوام کې زموږ خلک قرباني کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې لس ورځې کېږي په دوحه کې د سولې مذاکرات په ټپه درېدلي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړی نادر نادري تېره ورځ ویلي و چې د پلاویو غونډې د طالبانو د نه لېوالتیا له امله له لسو ورځو راهیسې نه دي ترسره شوي.
 
له سولې خبرې سرچینې وايي، طالبان له دې امله د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي سره خبرو ته چندانې لېواله نه دي چې، د ۷ زرو بندیانو د خلاصون او همداراز د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د دغې ډلې د ځینو مشرانو د نومونه اېستنې لپاره نړیوال تضمینونه نه لري.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې هکله وویل:«هغوی غواړي چې طالبان یې اوه زره بندیان ازاد کړي او نومونه یې له تور نوملړه وباسي او درېیم دلیل د اوربند لپاره د جمهوري پلاوي غوښتنه ده، خو طالبان غواړي چې د مذاکراتو په پای کې اوربند وکړي.»  

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر د طالبانو دغې اندېښنې ته په ځواب کې وايي، د نورو طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر او همداراز د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د دغې ډلې د مشرانو د نومونو د اېستلو چارې د سولې له یوې هوکړې وروسته ترسره کېږي.

عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«اوس موږ سولې ته نږدې شوي یوو او په هغه صورت کې د بندیانو مسله نه مطرح کېږي او یا له تور نوملړه بهر کېدل به حتماً د هوکړه لیک برخه وي.»
  
خو د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، د زرګونه طالب بندیانو له خوشې کېدو سره سم، په هېواد کې جګړې زور واخیست او دغه تازه خوشې شوي طالبان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې هکله څرګنده کړه:«موږ معلومات لرو چې ازاد کړل شوي یې ځي او موټر بم جوړوي چې خلک ووژني. نو ولې موږ بندیان یې ازاد کړو؟ په هېڅ صورت نه!»

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړي چې، په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو د دوام په تمه دي، په دې بهیر کې د تېرو نږدې دوو لسیزو د لاسته راوړنو له ساتنې ډاډ ورکوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي وايي:«هغه لاسته راوړنې چې په دوو لسیزو کې مو تر لاسه کړې دي اصلاً له لاسه نه ورکوو.»

له بل لوري، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو استازي چې دوه ورځې مخکې تهران ته تللي د دغه هېواد د ملي امنیت د عالي شورا له مشر سره لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي له ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې ویلي چې، تهران به هېڅکله هم داسې یو جریان چې وغواړي د جګړې له لارې په افغانستان کې حاکمیت ته ورسېږي، په رسمیت ونه پېژني.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویاند رحمت الله اندړ زیاته کړه:«طالبان د مذاکراتو پر ځای پر بهرنیو سفرونو بوخت دي او د دې ښودنه کوي چې طالبان مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي او د خلکو د وژلو دوام هغوی ته هېڅ ارزښت نه لري.»

خو عبدالله عبدالله وايي، ایران ته د طالب استازو سفر له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شوی او همداراز یې ټینګار کړی چې له ایراني چارواکو غوښتل شوي چې، طالبان اوربند او د اختلافي مواردو په اړه د بحثونو دوام ته وهڅوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه