د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ادعا کوي چې په ارګ کې یوه ځانګړې کړۍ د سولې په وړاندې خنډ ده او د دغې کړۍ شریکان نه خوښوي چې په هېواد کې سوله ټینګه شي.
ښاغلی رحماني د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د امریکا له نوي حکومته غواړي چې په افغانستان کې د سولې او اوربند د تامین لپاره هڅه وکړي:«تاسې سوله وایئ؛ خو خدای شاهد دی چې په ارګ کې یوه ځانګړې کړۍ سولې ته مزاحمت کوي. د سولې له راتګ سره خوښ نه دي.»
د ولسي جرګې مشر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې، طالبان هم د سولې په هکله بې باوره ګڼي او د تاوتریخوالو پر دوام تورنوي او وې ویل چې د دوحې مذاکرات له بندون سره مخ دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې خبرو اترو دویم پړاو کابو دوه نیمې اوونۍ مخکې پیل شو. خو لس ورځې کېږي چې دغه مذاکرات په ټپه ولاړ دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د سولې مذاکراتو د ترسراوي په ځای کې دی خو د طالبانو استازي په تهران کې پر لیدنو بوخت دي.
په دې منځ کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي په داسې حال چې، د هېوادوالو د غوښتنو پر وړاندې د دولت په اصلاح کېدو ټینګار کوي؛ خو بیا هم د لنډ مهالي حکومت جوړېدل او یا هم د اوسني نظام پاشل کېدل د نه منلو وړ ګڼي.
په ولسي جرګه کې د دایکندي استازې ریحانه آزاد وايي:«نظام د شخص نه دی. دا قومي ټېکه داران باید پوه شي دا نظام د ښاغلي اشرف غني نه دی. دا نظام د افغانستان د خلکو دی او د خپلو اولادونو په وینه یې جوړ کړی دی او له هغه باید دفاع وشي.»
له بل لوري، د هېواد امنیتي وضعیت خرابېدل بیا ځینې نور وکیلان اندېښمن کړي دي.
په دوحه کې د سولې مذاکراتو د دویم پړاو له پیل سره هم مهاله، په هېواد کې ځينو سیاستوالانو په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د رامنځه کېدو په هکله خبرې کړې وې؛ هغه څرګندونې چې د ولسمشر غني له توند غبرګون سره مخامخ شو او هغه یې رد کړ.