د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند، فریدخان وايي چې د جلال اباد ښار د اوومې حوزې سیمه کې دوه تنه د ناپېژاندو وسلهوالو برید کې وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې پېښه نن سهار له غرمې مخکې کابو لس بجې(پنجشنبې د سلواغې په ۹مه نېټه) شوې، خو د وژل شویو هویت تر اوسه نه دی څرګند.
په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وايي نن سهار د جلال اباد ښار اوومې حوزې سیمه کې د ننګرهار مستوفیت د څېړنې امر جلالالدین"شریفي" او ورور یې چې د ملي امنیت کارکوونکی و، د نامعلومو وسلهوالو لخوا وژل شوی دی.
همداراز بله پېښه د ننګرهار ولایت امنیتي مسوولین نن جلال اباد ښار کې د سرحدي ځواکونو د لوا ترڅنګ د عامه نظم ځواکونو پر رنجر موټر د چاودنې خبر ورکوي چې پایله کې یې درې تنه ټپیان شوي دي.
د دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.