Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران د ملي امنیت شورا رییس خبرو ته د لوی درستیز غبرګون

د هېواد لوی درستیز، یاسین ضیا د طالبانو سره جګړې په تړاو د ایران د ملي امنیت شورا د رییس، علي شمخاني خبرو په غبرګون کې وايي چې د هغه درک د افغانستان جګړې په تړاو ناسم دی.

ښاغلي ضیا پر خپلې تویټرپاڼې لیکلي دي:«له بده مرغه چې ستاسې(شمخاني) پوهه او درک افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو ناسم دی. طالبان د امریکا پر وړاندې نه، بلکې د افغانستان خلکو پر وړاندې جګړه کوي.»

هغه زیاته کړې ده:«موږ د افغانستان د دښمنانو هرې ډلې پر وړاندې په قاطعیت سره عمل کوو.»

شمخاني تېره ورځ په خپله تویټر پاڼه لیکلي و:«د طالبانو سیاسي پلاوي سره مې لیدنه کې نن د دغې ډلې مشران له امریکا سره مبارزه کې مصمم ولیدل. هغه کس چې ۱۳ کاله ګوانتانامو کې د دوی تر شکنجې لاندې و، له امریکا سره یې له مبارزه لاس نه دی اخیستی.»

د طالبانو د دفتر سیاسي مرستیال، ملا برادر سې شنبې ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف او له شمخاني سره د افغانستان سولې بهیر په تړاو خبرې وکړې.

له بلې خوا د ایران "کار" رسنۍ خبر ورکړی چې شمخاني له ملابرادر سره لیدنه کې ویلي دي، ایران به کله هم هغه ډله په رسمیت ونه پېژني چې افغانستان کې د جګړې له لارې واک ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له لسو ورځو راهیسي دوحه کې د سولې خبرې به بندون سره مخامخ شوې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړی نادر نادري دوې ورځې مخکې ویلي و چې د پلاویو غونډې د طالبانو د نه لېوالتیا له امله له لسو ورځو راهیسې نه دي ترسره شوي.

له بلې خوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویاند رحمت الله اندړ څرګنده کړې ده:«طالبان د مذاکراتو پر ځای پر بهرنیو سفرونو بوخت دي او د دې ښودنه کوي چې طالبان مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي او د خلکو د وژلو دوام هغوی ته هېڅ ارزښت نه لري.»

له سولې خبرې سرچینې وايي، طالبان له دې امله د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي سره خبرو ته چندانې لېواله نه دي چې، د ۷ زرو بندیانو د خلاصون او همداراز د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د دغې ډلې د ځینو مشرانو د نومونه اېستنې لپاره نړیوال تضمینونه نه لري

تېره ورځ د ملي روغې جوړې عالي شورا خبرداری ورکړ چې د سولې بهیر کې ډېرې موکې له لاسه وتلې دي او رامنځته شوې موکه باید له لاسه ونه وځي.

ښاغلي عبدالله چې چهارشنبې کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله، ټينګار وکړ چې د طالبانو ټول بندیان به له بنده ازاد کړل شي او د دغې ډلې د مشرانو نومونه به هم د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه و اېستل شي، خو دا ټول سولې ته د رسېدو له هوکړې وروسته شونې دي.

د هېواد لوی درستیز وویل:«له بده مرغه چې ستاسې(شمخاني) پوهه او درک افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو ناسم دی. طالبان د امریکا پر وړاندې نه، بلکې د افغانستان خلکو پر وړاندې جګړه کوي.»

شریک یي کړئ