Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو کمېسیون بهسود کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ادعا څېړي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه بنسټ د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په هکله څېړنه کوي.
 
 تېره ورځ د میدان وردګو د بهسود ولسوالۍ ځينې اوسېدونکو او د ولسي جرګې ځينو غړو په کابل کې یوې غونډه کې ادعا وکړه چې افغان ځواکونه د دې ولسوالۍ شاوخوا ۴۰ تنو اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دغې پېښه کې ۹ تنه نامسووله وسله وال وژل شوي دي او اوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییس ذبیح الله فرهنګ په دې اړه وویل:«زموږ څېړنې روانې دي. ولسي وګړو ته د زیان رسېدو تور موجود دی.»

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل هم څرګنده کړه:«موږ باید د جګړې عوامل پيدا کړو چې د جګړې عوامل چا رامنځته کړي دي؛ هر څوک چې د جګړې عامل وي د ټولې پېښې مسوولیت د هغه پر غاړه دی.»

د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې دا مرګ ژوبله له دولتي ځواکونو سره په قومندان علي پور پورې د اړوندو وسله والو د نښتې له امله اوښتې ده، خو علي پور طلوع نیوز ته په یوه رالېږل شوي غږیز پيغام کې دا ادعا ردوي.
                  
د میدان وردګو د ولسي پاڅونوالو قومندان علي پور وايي:«په داسې حال کې چې د خلکو لاریون مدني هم و، پر خلکو یې ډزې وکړې. ۶۰ تنه یې په ټانګونو وتړل چې دا په خپله جنګي جنایت دی.»

دوه شپې مخکې کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره بهسود ته پلاوی درومي، خو د دغه پلاوي سفر له ځنډ سره مخ شوی دی.

د میدان وردګو ولایت والي عبدالرحمن طارق څرګندوي:«یو پلاوی ګومارل شوی چې د دغې پېښې جزییات او ټول معلومات د یوه رپوت په قالب کې چمتو کړي.»

ورته مهال په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق دا پېښه یوه غميزه بولي او باید په بې پرې توګه وڅېړل شي:«موږ د پېښو په تمه پاتې کېږو، که چېرې عادلانه څېړنه وشي او حق حق دار ته ورسېږي موږ پر هغه خوښ یوو، خو که چېرې بې عدالتي وشي شونې ده موږ خپلې خبرې وکړو.»
 
معترضان د علي پور وسله وال کسان د نظام ملاتړي بولي، خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د امنیتي بنسټونو له اډانې بهر هېڅ وسله واله ډله مشروعیت نه لري.

علي پور طلوع نیوز ته په یوه رالېږل شوي غږیز پيغام کې دا ادعا ردوي او وايي چې دولتي ځواکونو پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي.

شریک یي کړئ