Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د موقت حکومت په اړه د ولسي جرګې د رییس څرګندونو په هکله غبرګونونه

د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو په هکله د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني څرګندونې د دغه مجلس په نننۍ غونډه کې له غبرګونونو سره مخ شوې.

د ولسي جرګې ځینې غړي د لنډ مهالي حکومت رامنځته کېدل د قانون په خلاف ګڼي او د جمهوریت نظام پر ساتلو ټینګار کوي.

خو د ولسي جرګې رییس هغه، د هغې طرحې یادونه کړې ده چې د ملي شورا د کار پر دوام او د نظام خوندیتوب په کې شامل دي او د لنډ مهالي حکومت موضوع د هغه یوه برخه ده.

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د سولې په بحث کې سره ښکېل کېږي چې د ولسي جرګې د غړو په ژمنیو رخصتیو کې د کار د دوام لامل، د ۱۴۰۰ کال د بویجې پر سر بحث و چې په دغې غونډه کې هغې ته لږه پاملرنه وشوه.

د لنډمهالي حکومت د جوړېدو د طرحې په تړاو د ولسي جرګې د رییس د پرون ورځې خبرې د دوشنبې ورځې په غونډه کې له غبرګونو سره  مخ شوي دي.

د ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عبدالرووف شپون وايي:«رییس صېب د لنډمهالي حکومت په هکله له تاسو وضاحت غواړو تاسې یوازې د مجلس د کنټرول لپاره یاست.»
           
ولسي جرګه کې د هرات استازی صادق قادري وویل:«خپله شخصي ستونزه له دې ځایه د ملت د کور له مقامه یا د هغه ځای له ریاسته مه څرګندوه.»
         
ولسي جرګه کې د بلخ استازی ګل رحمان همدرد څرګنده کړه:«تاسې هر وکیل تورن وئ چې د ملي امنیت شورا استازی یاست، د امنیت شورا د پاکستان جاسوس نه دی د ایران جاسوس نه دی.»   

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې د جمهوریت نظام په ارګ کې د څو تنو د شتوالي په معنی نه دی بلکې د دغه حکومت کړنې د جمهوریت د نظام پرخلاف دي.
 
 ولسي جرګه کې د بدخشان استازی عبدالرووف انعامي وايي:«کله چې د دوی د تېرېدو او د خوړولو نوبت چې راغی اوس وضعیت دې ځای ته رسېدلی چې د هېواد ګټې په خطر کې دي.»
             
ولسي جرګه کې د غور استازې فاطمه کوهستانۍ څرګندوي:«تاسې غواړې له کوم جمهوریته دفاع وکړئ؟ هغه جمهوریت چې خلک قتل عام کوي.»
                   
بل پلو د ولسي جرګې د عمومي غونډې بهر یو شمېر استازو د ولسي جرګې د سولې پلاوي او بهر ته د هغه د احتمالي سفرونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
 
ولسي جرګه کې د خوست استازی کمال ناصر اصولي وايي:«د امنیت شورا تور، موږ له خپلو امنیتي ځواکونو، له امنیتي بنسټونو له خپل حکومته دفاع کوو.»
 
 اوس مهال څرګنده نه ده چې د ولسي جرګې پلاوی په دې وضعیت سره د سولې لپاره طرحه جوړولای شي او کنه؟

شریک یي کړئ