د کابل پولیس وايي چې د کابل سلیم کاروان سیمه کې چاودنې د دوو کسانو ژوند اخیستی او دوه یې ټپيان کړي دي.
همداراز بله پېښه کې د کابل حوزې جوي شیر سیمه کې پر یوه پوځي موټر چاودنې دوه سرتېري ټپیان کړل. دواړه چاودنې نن(سې شنبې د سلواغې په ۱۴مه نېټه) شوې دي.
جوي شیر کې چاودنه د کورنیو چارو وزارت اړوند یوه فورټ موټر باندې شوې ده.
په همدې حال کې درېیمه چاودنه هم د کابل د دهمزنګ نو اباد سیمه کې وشوه چې پایله کې یې یو تن ټپی شو.
د کابل پولیس وايي چې د پېښې ټپي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.