Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر: افغانستان کې هدفي بریدونه زیات شوي دي

د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې ادارې یا سیګر خپل وروستي راپور کې وايي چې کابل کې پر حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې غړو او خبریالانو د طالبانو او داعش ډلو هدفي بریدونه زیات شوي دي.

راپور کاږي:«د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تېرو دوو میاشتو کې پنځو خبریالانو ژوند بایللی دی او د مدني ټولنې یو شمېر غړو افغانستان کې هدفي وژنو کې ژوند بایللی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د طلوع نیوز د دوشنبې راپور ښیې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي او دوه نور ټپیان شوي دي.

راپور کې زیاته شوې چې ډېر هدفي بریدونه کابل، هلمند او کندهار ولایتونو کې ترسره شوې دي.

سیګر وړاندې کاږي سره له دې چې امریکايي چارواکي افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي کمښت او د سولې بهیر پرمختګ غوښتنه کوي، خو تاوتریخوالی لا هم دوام لري.

دغه راپور کې راغلي دي چې د ناټو غوڅ ملاتړ د شمېرو له مخې د تېر زیږدیز کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټې افغانستان کې د تاوتریخوالي بایله کې ۲ زره او ۵۸۶ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده چې له دې ډلې ۸۱۰ یې ژوند بایللی او ۱ زره او ۷۷۶ یې ټپيان شوي دي.

روانې اوونۍ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وویل چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال ترپایه څه باندې ۲ زره کسان د تاوتریخوالي قرباني شوي چې د بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

دغو کسانو ته تر ډېره د مقناطیسي ماین چاودنو کې زیان اوښتی دی.

د سیګر راپور کې همداراز راغلي دي چې د تاوتریخوالي دوام سره سره د تېر کال پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبلې کچه ۱۴ سلنه راټیټه شوې ده.

د راپور بله برخه کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو موندنو ته اشاره شوې چې ښیې وروستیو میاشتو کې کابل کې بریدونه زیات شوي دي.

دغه راپور کې راغلي دي:«د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تېرو دوو میاشتو کې پنځو خبریالانو او د مدني ټولنې یو شمېر غړو افغانستان کې دهدفي بریدونو له کبله ژوند بایللی دی.»

Thumbnail

د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې ادارې یا سیګر خپل وروستي راپور کې وايي چې کابل کې پر حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې غړو او خبریالانو د طالبانو او داعش ډلو هدفي بریدونه زیات شوي دي.

راپور کاږي:«د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تېرو دوو میاشتو کې پنځو خبریالانو ژوند بایللی دی او د مدني ټولنې یو شمېر غړو افغانستان کې هدفي وژنو کې ژوند بایللی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د طلوع نیوز د دوشنبې راپور ښیې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي او دوه نور ټپیان شوي دي.

راپور کې زیاته شوې چې ډېر هدفي بریدونه کابل، هلمند او کندهار ولایتونو کې ترسره شوې دي.

سیګر وړاندې کاږي سره له دې چې امریکايي چارواکي افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي کمښت او د سولې بهیر پرمختګ غوښتنه کوي، خو تاوتریخوالی لا هم دوام لري.

دغه راپور کې راغلي دي چې د ناټو غوڅ ملاتړ د شمېرو له مخې د تېر زیږدیز کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټې افغانستان کې د تاوتریخوالي بایله کې ۲ زره او ۵۸۶ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده چې له دې ډلې ۸۱۰ یې ژوند بایللی او ۱ زره او ۷۷۶ یې ټپيان شوي دي.

روانې اوونۍ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وویل چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال ترپایه څه باندې ۲ زره کسان د تاوتریخوالي قرباني شوي چې د بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

دغو کسانو ته تر ډېره د مقناطیسي ماین چاودنو کې زیان اوښتی دی.

د سیګر راپور کې همداراز راغلي دي چې د تاوتریخوالي دوام سره سره د تېر کال پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبلې کچه ۱۴ سلنه راټیټه شوې ده.

د راپور بله برخه کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو موندنو ته اشاره شوې چې ښیې وروستیو میاشتو کې کابل کې بریدونه زیات شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه