Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارزګان کې موټربم برید د څلورو سرتېرو ژوند واخیست

د ارزګان سیمه ییز چارواکي دغه ولایت کې د څلورو سرتېرو له ژوند بایللو او د درېیو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ارزګان والي، محمدعمر شېرزاد وايي پېښه نن سهار وختي(چهارشنبې د سلواغې په ۱۵مه نېټه) مرکز ترینکوټ ښار په چنارک سیمه کې د پولیسو او ملي اردو پر ګډې پوستې د موټربم برید له کبله شوې ده.

ښاغلي شېرزاد وايي چې وسله والو سهار ۲:۳۰ دقیقې د پولیسو پوستې ته نېږدې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.

هغه زیاته کړې چې قربانیانو کې دوه د ملي اردو، یو پولیس او یوه سیمه ییز پاڅون کوونکی شامل دي.

د ارزګان د والي په وینا ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د روغتیايي حالت په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي چې پېښه کې درې سرتېري ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ