Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوه امنیتي سرچینه کندز کې د ۱۶ سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي

کندز ولایت کې یوه امنیتي سرچینه د طالبانو برید پایله کې د ۱۶ سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکوي.

دغه سرچینه وايي طالبانو تېره شپه(پنجشنبې د سلواغې په ۱۶مه نېټه) د کندز خان اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی.

د سرچینې په حواله برید کې دوه سرتېري ټپيان دي.

په همدې حال کې د کندز ولایتي شورا غړی، رباني رباني هم د برید په تړاو وايي چې طالبانو د خان اباد ولسوالۍ اختر تپې سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی.

هغه د ۱۶ سرتېرو له وژل کېدو او د دوو له اسیر کېدو وايي.

ښاغلی رباني همداراز زیاتوي چې تېره شپه د کندز اتمې حوزې سیمه کې هم طالبانو برید کړی چې لا هم افغان ځواکونو ته مرستندویه ځواک نه دی رسېدلی.

امنیتي مسوولیتو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
 
شریک یي کړئ