Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فرانسې له خوا د هېواد ملي اتل له ستاینې د بهرنیو چارو وزارت هرکلی

کابل د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د ستاینې له امله د فرانسې د پاریس ښاري شورا له پرېکړې هرکلی وکړ.

د بهرنیو چارو زوارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پاریس ښاري شورا دا اقدام چې د پاریس ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمه کې د احمد شاه مسعود د یادون په پار د لوحې لګول دي، د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ژورو دوستانه اړیکو څرګندوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ملګرو او دوست هېواد له خوا د هېواد د ملي شخصیتونو لکه د ملي اتل ستاینه، له ترهګرۍ سره د مبارزې، سولې او ټیکاو په برخه کې د اتفاق او پیوستون پراختیا او همدارنګه د نړیوالو مډرنو ارزښتونو د ساتلو لامل کېږي.

د پاریس ښار د نړۍ لومړنی ښار دی چې د افغانستان د سولې او ازادۍ د مبارزو کارکړنو ته درناوی کوي.

کابل کې د فرانسې سفیر ډېویډ مارټینون په دې اړه ویلي دي چې دا پرېکړه د فرانسې او افغانستان ترمنځ د ځواکمنې ملګرتیا څرګندويي کوي.

هغه وايي چې په ننني افغانستان کې د احمد شاه مسعود تلپاتې میراث ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ