کابل ښار نن سهار (شنبې د سلواغې په ۱۸مه) یوځل بیا له دوه ساعتونو په کمه موده کې د درې چاودنو شاهد وو. په دغو چاودنو کې، دوه ولسي وګړي او یو پولیس وژل شوي دي او پنځه تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
لومړنۍ چاودنه د ۰۹:۱۴ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د لومړۍ حوزې په باغ قاضي سیمه کې په یوې هټۍ کې وشوه.
د کابل پولیس په لومړي سره کې وویل چې په دغې چاودنه کې د درې اهل هنود هېوادوالو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.
پولیس وايي چې دویمه چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوه چې خلک د لومړۍ چاودنې ټپیانو ته په مرسته بوخت وو.
د پولیسو په وینا، په دویمه چاودنه کې د یوه اهل هنود په ګډون دوه تنه هېوادوال وژل شوي دي. په دغو دوو چاودنو چې په ډېر کم زماني واټن کې رامنځته شوې، پنځه تنه ټپیان شوي دي چې یو اهل هنود هم په کې شامل دی.
درېیمه چاودنه هم د کابل ښار په شمال کې د خیرخانې په ګولايي حصه اول سیمه کې شاوخوا ۱۰:۴۰ دقیقې پر یوه رنجر موټر وشوه.
د کابل پولیس وايي چې په دغې چاودنه کې د پولیسو یو سرتېری وژل شی دی.
دا په داسې حال کې ده چې کابل کې وروستیو دوو میاشتو کې موخه ییز بریدونه زیات شوي دي.