Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'امریکايي ځواکونو کې له بدلون مخکې د دوحې هوکړې شرطونه دې پلي شي'

د امریکا د ملي پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېر کې له بدلون مخکې، باید د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک عملي شي.

جنرال جوزف ډنفورډ له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د افغانستان راتلوونکی باید د اساسي قانون له اوسنیو ارزښتونو سره او د دوه وروستیو لسیزو له پرمختګونو سره په ټکر کې نه وي.

ډنفورډ اوس د افغانستان د مطالعې ډلې یو له رییسانو دی او دغه ډله د امریکا کانګرس ته د افغانستان په هکله رپوټ چمتو کړی دی.

هغه وايي:«د هغوی یعنې د طالبانو درک دا دی چې ټول امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې پر لومړۍ نېټه دا ځای پرېږدي. موږ وړاندیز کړی دی چې امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې پر لومړۍ نېټه ونه وځي. مګر دا چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د هوکړه لیک شرایط عملي شي.»

د امریکا د پوځ پخوانی لوی درستیز جوزف ډنفورډ د سولې بهیر کې پرمختګ ته هم له بلې زاویې ګوري:«موږ ځينې حقایق لرو. په دوحه کې دواړو لوریو له یو بل سره کتلي دي او دا یو مثبت کار دی، خو د ۲۰۲۰ کال له فبرورۍ وروسته هغه پرمختګ چې فکر کوو د هوکړې د بشپړېدو لپاره ورته اړتیا ده، نه لرو.»

بل خوا جنرال ډنفورډ ټینګار کوي چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو پرېکړه کول په خپله د افغانانو کار دی:«موږ غواړو افغانانو ته دا فرصت برابر کړو چې په خپله د خپلې راتلونکې په تړاو چې له ډېرو افغانانو مې یې په تړاو اورېدلې دي، پرېکړه وکړي. دا راتلونکې باید د اوسني اساسي قانون له ارزښتونو او په تېرو دوو لسیزو کې د افغانانو له پرمختګونو سره اړخ ولګوي.»

د سولې په تړاو د افغانستان د مطالعې ډلې په رپوټ کې د ځينو مسلو لکه د وروستۍ راتلونکي د روښانه کېدو، د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د شرایطو د برابرېدو او د افغانستان اوسنی نظام ته د امریکا د ژمنتیا سپارښتې شوي دي.

شریک یي کړئ