Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان: د دوحې هوکړه لیک نقض به افغانستان کې د سترې جګړې لامل شي

طالبان د افغانستان د مطالعې د ډلې د رپوت په غبرګون کې ګواښ کوي چې له امریکا سره د دغې ډلې د هوکړې تر پښو لاندې کول به په افغانستان کې د سترې جګړې لامل شي چې د دغې ډلې په وینا، مسوولیت به یې بیا د واشنګټن په غاړه وي.

د افغانستان د مطالعې ډلې دوه ورځې مخکې خپل رپوت د امریکا د کانګرس په لارښونه چمتو کړی و، خپور کړ چې په دغه رپوټ کې له افغانستانه په بیړه وتلو په تړاو ګواښ شوی دی.

بلخوا  طالبان هم ګواښ کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ د یوې لویې جګړې زمینه برابروي.

طالبانو د افغانستان د مطالعې ډلې غړو په تېره بیا جوزف ډنفورډ ته د افغانستان په ماموریت کې د ناکام جنرال خطاب کوي او وایي چې هغه په عقده یي او احساساتي ډول وړانیزونه مطرح کړي دي.

د طالبانو په یوې مقاله کې چې په دې اړه لیکل شوې ده راغلي دي:«په یاد شوي رپوټ کې داسي موضوعات او مسلې ذکر شوي او بیا یې په هکله اندېښنې هم ښودل شوې چې هېڅ واقعیت نه لري، د رپوټ له دغه ډول نیمګړتیاوو ښکاري چې د ارزونې ډلې د افغانستان د وضعیت جاج په سمه توګه نه دی اخیستی او د ورسپارل شوې دندې په پرتله یې شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی.
د کانګریس د ارزونې په یاده شوې ډله کې د جنرال ډنفور په څېر کسانو شتون د تامل وړ دی، ډنفور افغانستان کې د خپل ماموریت په مهال شکست خوړلی، ځکه نو د افغانستان د مسئلې سره عقده یې او احساساتي چلند کوي.»
        
د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود  په دې اړه وايي:«هېڅ یو لوری باید فکر ونه کړي چې له جګړې سره بریا ته رسېږي یا په واک کې پاتې کېږي او یا هم واک ترلاسه وي. دا ناشونې ده. دا یو تاریخي فرصت دی؛ هم د افغانانو لپاره او هم د طالبانو لپاره او همدارنګه د نړۍ لپاره هم! غوره دا ده چې له دغې موکې استفاده وشي.»   

له دې سره هم مهاله د امریکا د ان بي سي ټلوېزیون د طالبانو د یوه جګپوړي قومندان له خولې خبر ورکړی دی چې ډېری طالبانو په تېره بیا د دې ډلې د جګړې قومندانانو او تش په نوم والیانو د دوحې د هوکړه لیک د ارزولو لپاره د امریکا د نوي حکومت له پرېکړې وروسته په افغانستان کې د جګړې لومړیو کرښو ته د ستنېدو امر ترلاسه کړی دی.

ملي دفاع وزارت بیا وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه جګړې ته چمتو دي، خو زموږ لومړیتوب سوله ده.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل څرګندوي:«موږ سوله غواړو، خو که چېرې طالبان جګړه غواړي موږ هم جګړې ته چمتو یوو.»

بل خوا په کابل کې د پاکستان سفیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کوي.
  
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وویل:«نړیواله ټولنه او دغه راز پاکستان د تاوتریخوالو په تړاو اندېښمن دي. موږ یو ځل بیا د جګړې ټولو لوریو ته خپله غوښتنه څرګندوو چې د تاوتریخوالي د کمېدو د یوې داسې تګلارې پر سر هوکړې ته ورسېږي چې د اوربند لامل شي.»

بل خوا د امریکا دفاع وزیر له ولمشر غني سره په ټېلفوني خبرو کې ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې له اوسني فرصته باید ګټه واخیستل شي.
 
دا څرګندونې په داسې وضعیت کې کېږي چې په دوحه کې د سولې مذاکراتو دویم پړاو له ۲۰ ورځو راهیسې په ټپه ولاړ دی، په هېواد کې جګړه روانه ده او د طالبانو پلاوی د سیمې هېوادونو ته د سفرونو په لړ کې ترکمنستان ته رسېدلی دی.

شریک یي کړئ