Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کټوازی : درېیمه مسوده کې غوښتل شوي اصلاحات نه دي راغلي

د ولسي جرګې لومړی مرستیال او یو شمیر غړي وايي د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په دریمه مسوده کې هغه اصلاحات نه دي راغلي چې دوی يي غوښتنه کړې وه.
           
د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا محمد کټوازی وايي:«درېیمه مسوده له دویمې مسودې څخه کوم توپير نه لري. »

خو د جرګې یو شمېر نور غړي بیا د بدلونونو هرکلی کوي او په جرګه کې خپل همکاران په شخصي غوښتنو تورنوي.

ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی عمر نصیر محددي وايي:«د بېلابېلو جلسو په لړ کې چې د بودیجې کمېسیون لرلې او ګډ پلاوي لرلې په بودیجه کې ډېر ښه بدلونونه راغلي دي.»

ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی نصیر احمد فرافي څرګنده کړه:«په راتلوونکي کې کېدای شي دغه معاشونه لوړ شي نور د بودیجې ځنډول د ولس په خیر نه دي.»

خو یو شمېر نور بیا راغلي بدلونونه په ټولټال بودیجه کې نیم سلنه بولي او وایي که چېرې په دغو بدلونونو سره بودیجه تایید کړي، د شرم وړ به وي.
 
ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې نیلوفر جلالی کوفي وايي:«په ۹۱ او ۹۲ کوډونو کې د بودیجې د کمېدو غوښتونکي یوو. خو حکومت لا هم مېلیاردونه افغانۍ په نوموړو کوډونو کې اضافه کوي.» 

خو یو شمېر استازي لاهم حکومت په بودیجه کې د انډول د راوستو په چاره کې په بې پروایۍ تورنوي.

ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی عبدالستار حسیني زیاتوي:«موږ د چا بلبل یا مینا نه یوو چې امنیت شورا ته ولاړ شو او د مړز او زرکې غوښې وخورو.»  
    
ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي  شیر محمد آخند زاده هم وویل:«تر هغې وخته موږ بودیجه نه تایید وو تر څو چې د معلم او عسکر معاش لوړ نه شي.» 

تر اوسه روښانه نه ده چې ولسي جرګه به د درېیمې مسوده په تړاو څه وخت وروستۍ پرېکړه وکړي.

د حکومت له لوري د ۱۴۰۰کال د بودیجې په مسوده کې د بدلونونو راتلل د ولسي جرګې د ځينو غړو له هرکلي سره مخ شوي دي.

شریک یي کړئ