Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابیني د پخوانیو وزیرانو د فساد د دوسیو پر نه څېړل کېدو نیوکې

په داسې حال کې چې د پخوانۍ کابینې اته تنه وزیران له څو کلونو راهیسې په ستره محکمه کې دوسيې لري ،تر اوسه یوازې دوه پخواني جګ پوړي چارواکي محاکمه شوي او د نورو وزیرانو له محاکمه کولو څخه معلومات نشته.

په پخوانیو وزیرانو کې چې په اداري فساد تورن شوي دي داسي کسان هم شته، چې تر تورن کېدو وروسته یې تر پنځو کلونو کار ته دوام ورکړی.

په همدي حال کې د اداري فساد پر وړاندې د څارنې ځينې ادارې وايي چې حکومت د دې قضیو د څېړلو په برخه کې سیاسي چلند کوي.

د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې د کابینې اته پخواني وزیران چې په سترې محکمې کې د فساد دوسیې لري، ټول د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابینې وزیران دي چې د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته محکمې ته معرفي شوي دي.

خو اوس مهال د ملي یووالي حکومت د پنځه کلنې کارې دورې په تېرېدو او د ولسمشر غني له حکومته د یوه کال په تېرېدو سره، یوازې د دوو وزیرانو د فساد دوسیې څېړل شوې دي او د شپږو نورو وزیرانو د دوسیې څه څرک نه لګېږي.
 
د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون غړی خالد اسد وايي:«هغه څوک کې چې وزیر دی رییس دی یا سناټور دی باید دوسیې یې وڅېړل شي او باید سیاسي چلند ونه شي.»

تر اوسه نه سترې محکمې په فساد د تورونو دغو پخوانیو وزیرانو د هویت په تړاو معلومات ورکړي دي او نه هم پرون د تفتیش عالي ادارې په دې تړاو چې ۲۶ حکومتي چارواکي په فساد تورن دي، څه وویل.

د تفتیش د عالي ادارې رییس محمد نعیم حقمل څرګندوي:«په یادو قضیو کې د وزیران، شاروالانو، قومندانانو، او د محلي ادارو د رییسانو او د دولتي او نا دولتي بنسټونو ټولو کارکوونکو په کچه کسان شامل دي.»

د حکومت پر چارو څارونکي بنسټونه وایي چې له لویو مفسدانو سره د حکومت چلند سیاسي او سمبولیک دي.

ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي امیر محمد خاکسار وویل:«سترې دوسیې دي چې عدلي او قضايي بنسټونه باید د وړو او کوچنیو دوسیې پر خای هغوې ته رسېدنه وکړي.»

خو لویه څارنوالي وایي چې لاهم د عامې روغتیا په پخواني وزیر او د دغه وزارت په نورو هغو چارواکو د فساد د لګېدو تورونو په تړاو څېړنې روانې دي چې د پلټنې د ادارې له لوري، دې ادارې ته معرفي شوي دي.
 
 د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي:«د پنځو پېښو په هکله څېړنې بشپړې او په تور یې ۷۴ تنه محکمې ته سپارل شوي، دوه دوسیې د بسندویه دلایلو د نشتون له امله حفظ شوي او پاتې نور یې د څارنوالۍ تر څار او څېړنې لاندې دي.»

بل خوا د پلټنې ادارې پرون ویلي دي چې په څلرویشتو ولایتونو کې د دوی څېړنې د کورونا د پیسو په لګولو کې د فساد ښودنه کوي او تر اوسه په دې تور ۲۲۳ تنه حکومتي چارواکي او د دولتي ادارو کارکوونکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

شریک یي کړئ