د نیمروز ولایتي شورا غړی، نعمتالله صدیقي د دغه ولایت خاشرود ولسوالۍ کې د پوځ پر پوستې د طالبانو برید پایله کې د نهو سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکوي.
نوموړی وايي تېره شپه(چهارشنبه د سلواغې په ۲۱مه نېټه) لسګونو طالب وسله والو له د درېیو ټانکونو په مرسته خاشرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید وکړ چې پایله کې یې پنځه سرتېري ټپیان هم شول.
ښاغلی صدیقي همدراز څرګندوي چې طالبانو درې تنه افغان سرتېري له ځانه سره بېولي دي.
د ولایتي شورا دا غړی نښته کې د یوه طالب له وژل کېدو او د ۹ له ټپي کېدو هم وايي.
د نیمروز امنیتي مسوولینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.