Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسي جرګې مالي کمېسیون: د ارګ عملیاتي اداره قانوني ځایګی نه لري

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي اداره چې په تېر کال کې یې د مېلیاردونو افغانیو له لګښت سره ودانیزې پروژې عملي کړي دي، قانوني ځایګی نه لري.

د دغه کمېسیون د غړو یوه نیوکه د عملیاتي واحد پورونه او همدارنګه هغه پروژې دي چې له داوطلبۍ پرته دغه بنسټ ته ورکړل شوې دي او دغه بنسټ هغه عملي کړې دي.

حکومت د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په مسوده کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي ادارې لپاره ۹،۷ مېلیارده افغانۍ ځانګړې کړې وې؛ خو په دویمه مسوده کې دا شمېر ۴،۴ مېلیارده افغانیو ته کموالی وموند.

د مالي او بودیجې کمېسیون رییس میرافغان صافی وايي:«د دولت لوری وايي چې همدا ۴.۴ مېلیارده افغانۍ د هغو پروژو د پورونو لپاره تړون شوی دی د هغه لپاره نیول شوي دي.»

دغې عملیاتي ادارې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه لویې او وړې پروژې عملي کړي؛ خو د ولسي جرګې د غړو یو له نیوکو دا ده چې، دغه پروژې له داوطلبۍ پرته عملي کېږي.

د مالي او بودیجې کمېسیون منشي محمد عظیم کبرزاني وویل:«هغه عملیاتي اداره چې د چارو ادارې تر مجموع لاندې ده د پالیسۍ جوړونې په برخه کې دې کار وکړي او د نورو وزارتونو پر پروژو دې کار نه کوي.»

د عملياتې ادارې د رسنیو څانګه د دغه بنسټ د پروژو د شمېر او همداراز د پورونو د اندازې په اړه څه نه وايي؛ خو د دغې ادارې په فېسبوک پاڼه کې یوازې په هېواد کې د جوماتونو د پروژو په اړه ویلي چې، د دغو پروژو شمېر ۳۷۷ دی.

د عملیاتي ادارې ویاند تفسیر سیاه پوش څرګندوي:«ډاډه یوو چې د خلکو استازي زموږ تر کار لاندې پروژو اهمیت ته او د خلکو پر ژوند د هغه اغېزو ته په پام کې نیولو سره به پرېکړه وکړي.»

د ولسي جرګې ځينې غړي په داسې حال کې چې، د عملیاتي ادارې کارونه د قانون خلاف ګڼي وايي، د دغه بنست له لوري د پروژو په عملي کېدو کې د روڼتیا د نشتوالي له امله مېلیونونه افغانۍ حیف و میل شوي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملياتې ادارې د فېسبوک د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه بنسټ په ۱۳۹۶ کال کې له څه باندې ۱۳۰۰ کارکوونکو سره د ولسمشر غني له لوري جوړ شوی دی.

د ریل پټلیو، ښوونځيو او روغتونونو جوړول او همداراز د تاریخي ځایونو بیارغونه د دغه بنسټ له لویو او مېلیوني پروژو دي. 

شریک یي کړئ