Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څېړنه:د افغانستان ۵۲ سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده

د پژواک خبري اژانس څېړنه د دې ښودنه کوي چې د افغانستان ۵۲ سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده؛ خو ۵۹ سلنه خلک د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي.
 
پژواک خبري آژانس وایي چې دا موندنې یې د روان کال د لیندۍ میاشتې له لسمې د سلواغې میاشتې تر پنځه لسمې تر لاسه کړې دي.

د پژواک خبري اژانس همدارنګه وايي چې دولت او طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو د سلنې په وړاندې کولو کې مبالغه کوي.

د پژاوک په وینا د دغو موندنو د ترلاسه کېدو لپاره له ۱۲۶۶ کسانو سره مرکې شوې ده، دغه مرکې په سیمه کې له درېیو کسانو سره د ټلېفون او یا د پوښتنپاڼو په وېشلو سره شوې دي.

د پژاواک خبري آژانس رییس دانش کړوخېل وايي:«په ۴۲۲ ولسوالیو کې چې ۲۴ ولسوالۍ لنډمهالې دي، په هرې ولسوالۍ کې له درې تنو سره مو مرکه کړې، چې د هغوی له نظره مو وموندله، د هغوی په سیمه کې، څومره خاوره له چا سره ده او څوک په هغه کې نفوذ لري؛ موږ دا ډول معلومات راغونډ کړي دي.»

د پژواک د موندنو له مخې اوس مهال طالبان د افغانستان پر ۵۲ سلنه او دولت پر ۴۶ سلنه خاوره کنټرول لري او له دې منځه د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې د هېواد ۵۹ سلنه وګړي ژوند کوي.

په دغو موندنو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې څه باندې ۳۳۷ زره کیلومټره مربع او د دولت تر کنټرول لاندې سیمې شاوخوا ۲۹۷ زره کیلومټر مربع بلل شوې دي او څه باندې ۱۸ زره کیلومټره مربع سیمې د هغو برخو په توګه یادې شوې دي چې د ښکېلو لوریو تر کنټرول لاندې نه دي.

په دغو موندنو کې دغه راز راغلي دي چې په ټول هېواد کې دولت او طالبان یوازې پر ۹۰ ولسوالیو بشپړ کنټرول لري او په پاتې ولسوالیو کې ځينې برخې د دولت او ځينې برخې هم د طالبانو تر کنټرول لاندې دي. 

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب څرګندوي:«طالبان وايي چې د ۷۰ سلنې خاورې کنټرول لري، خو نن هم، همدا نن هم چې د افغانستان د راتلوونکي په هکله غونډه نیسي چې څه ډول باید د افغانستان خلک ووژني، دلته هغه لاسته راوړنې چې موږ او تاسې یې لرو له منځه یوسي، تجهیزات له منځه یوسي؛ جلسه یې په کوټه کې نیول کېږي.»

د پژواک خبري آژانس د دولت او طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو په تړاو د خپلو موندنو په تړاو سپيناوي کې ویلي دي چې دغه آژانس هغه سیمې د یوې ښکېلې غاړې تر کنټرول لاندې بولي چې پر پوځي حضور سربېره په هغو کې خپل پلانونه او قوانین عملي کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه