Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار: طالبان بشپړ واک غواړي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې طالبان د مذاکرې واک نه لري او تراوسه یې سولې ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

ښاغلي محب چې نن له غرمې وروسته د ملي امنیت له رییس او د دفاع وزارت له مرستیال سره ګډې خبري ناسته کې وینا کوله، ټینګار وکړ چې طالبان غواړي په مطلقه او بشپړه توګه واک ترلاسه کړي.

ښاغلي محب زیاته کړه:«د هغوی مشران (طالبانو) په بشپړه توګه واک غواړي او باداران یې د افغانستان ویجاړول غواړي او د دغو دوو په منځ کې موږ د یوې لارې د پيدا کولو په هڅه کې یوو چې سولې ته ورسېږو.»

په داسې حال کې چې په افغان سوله کې د پاکستان رول اغېزناک ګڼل کېږي؛ خو حکومتي چارواکي وایي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې ريښتونی چلند نه کوي او له همدې امله اوس مهال د طالبانو قومندانان په پاکستان کې د پسرلنۍ جګړې لپاره  چمتوالی  نیسي.
 
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب څرګندوي:«خپل قومندانان یې خپل کور ته کوټې ته وغوښتل د دې لپاره چې د دوبي جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.»

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار طالبان د تېر کال په پرتله د سل، سلنه تاوتریخوالي په زیاتولو او دغه راز د ۹۸ سلنه ترهګریزو پېښو په زیاتولو تورنوي.

خو طالبان په یوه اعلامیه کې وایي چې دوی له امریکا سره د خپلې هوکړې له مخې خپل پسرلني عملیات اعلان نه کړل او خپل بریدونه یې کم کړي دي؛ دا ډله هدفي وژنې هم د دې ډلې کار نه ګڼي.
     
د هېواد  د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وايي:«ټولې هغه پېښې چې رامنځه کېږي کابو ۹۸ تر ۹۹ پورې مسوول یې طالب دی.»

په داسې حال کې چې په دویم پړاو مذاکراتو کې د طالبانو یو وارله مخې شرط  د اوه زره طالب بندیانو خوشي کېدل ګڼل کېږي او پرون سروردانش وویل چې د طالبانو د څلورسوه مخکنیو بندیانو د خوشي کېدو لپاره دوی ته امریکا خبرداری ورکړی و، که چېرې دا بندیان خوشي نه شي د هېواد امنیتي وضعیت لاپسې خرابېږي؛ ښاغلی محب د پاتې طالب بندیانو خوشې کېدل د جګړې د کمېدو لپاره ګټور نه ګڼي.
      
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب زیاتوي:«له دې پرته چې هغه تاوتریخوالی زیات شي او د افغانانو وژنه زیاته شي موږ د بندیانو په خلاصون کې بله ګټه نه وینو.»

له دې ټولو سره سره طالبان په یوه اعلامیه کې افغان حکومت د جګړې په دوام تورنوي او حکومت هم طالبان د جګړې د غځولو مسوول ګڼي.

اوس به ولیدل شي چې په دوحه کې د سولې په دویم پړاو مذاکراتو کې د رامنځته شوي بندون برخلیک څه کېږي.

شریک یي کړئ