Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راډیو نړیواله ورځ؛۶کلونو کې هېواد کې۵۰راډیوګانې له فعالیته لوېدلي

د راډیو له نړیوالې ورځې سره هم مهاله، د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) شمېرې ښيي چې په تېرو شپږو کلونو کې کابو ۵۰ راډیوګانې د اقتصادي ستونزو او ناامنیو له امله ځوړ سره مخ شوې دي.

له دې ټولو سره سره، اوس په افغانستان کې ۱۹۰ راډیوګانې فعالې دي او د افغانستان کابو ۲۰ مېلیونه وګړي تر خپل نشراتي پوښښ لاندې لري.

د نی دفتر رییس محیب خلوتګر وايي:«که چېرې وضعیت په دې بڼه دوام پیدا کړي، کولای شي چې په کلیوالو سیمو او په ټول کې په افغانستان کې د راډیوګانو د تړلو له امله د خلکو حق ته ستر زیان ورسېږي.»

د ټولیزو اړیکو د پرمختللو اوزارو د له رامنځه کېدو سربېره، راډیو لا هم په افغانستان کې یوه له پراخو او د ډېرو مخاطبینو لرونکو رسنیو شمېرل کېږي.

د ارمان راډیو چلوونکی همایون دانشیار وویل:«د راډیو له لارې له ډېرو لېرې پرتو سیمو څخه د خلکو ستونزې اورېدای شئ؛ دا په خپله یوه اسانتیا ده.»

زلمی چې په کابل  کې د خیاطۍ هټۍ لري وایي چې له کلونو راهیسې د خپل کار ترڅنګ راډيو اوري:«زما عمر ۵۸ کاله دی او له هر څه ډېر راډيو اورم او پر همدې مې اعصاب ارام دي.»
           
په نړۍ په تېره بیا افغانستان کې د راډیو اورېدونکي د ټولنې له بېلابېلو قشرونو دي.

محمد یوسف له دیارلسو کلونو راهیسې په کابل کې ټکسي چلوي. دی وایي چې راډيو پر تفریح سربېره د ده او کورنۍ لپاره یې اغېزناک روزنیز رول هم لرلې دی.

د کابل  ښار  یو ټکسي چلوونکی محمد یوسف څرګندوي:«دیارلس کاله کېږي چې راډیو ده او زه یم. له راډيو هېڅ جلا نه یم او تل خوندوره ده او که چېرې راډیو نه وي موږ ستومانه کېږو.»

په هېواد کې د لومړنۍ سیمه ییزې راډیو بنسټ په ۱۳۰۲ کال کې د کابل په پل هارټن کې کېښودل شو.

د فبروري دیارلسمه له اوو کلونو راهیسې د یونسکو په نوښت په ټوله نړۍ کې د راډیو د ورځې په نوم یادېږي.
 
شریک یي کړئ