د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې، طالبانو په یوه پیغام کې د دغه سازمان مشرانو ته ویلي دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور نه د دغه سازمان په ګټه دی او نه هم د افغان وګړو په ګټه به وي.
تمه کېږي چې د ناټو د فاع وزیران غونډه د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې پر ورځو جوړه شي. ویل کېږي چې په دې غونډه کې له مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په تړاو بحث وشي.
خو طالبان د دې غونډې له جوړېدو مخکې وایي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام د هېچا په ګټه نه دی او ټينګار کوي چې دې ډلې په روان لمریز کال کې خپل پسرلني عملیات اعلان نه کړل؛ د ولسوالیو او لویو ښارونو د نیولو لپاره یې عملیات نه دي کړي او دغه راز یې پر لویو لارو هم پېچلې بریدونه نه دي ترسره کړي. د طالبانو په باور دا دې ډلې له لوري د تاوتریخوالي کموالی و.
له دې سره همهاله د جوبایډن د ملي امنیت ډلې په یوې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحث کړی دی او د سي ان ان شبکې په وینا د دې ډلې غړو پر دوو موضوعګانو تمرکز درلود. د افغانستان د جګړې داسې مسوولانه پای ته رسول چې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او په هېواد کې د یوه باثباته حکومت د جوړېدو لامل شي او دویم د داعش په څېر ډلې لپاره او یا پر امریکا د برید لپاره د یوه مرکز پر بدلېدو د افغانستان د بدلیدو مخنیوي او د امریکا ګټو خوندیتوب.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل:«په افغانستان کې تاوتریخوالی خورا زیات دی او زموږ اصلي خبره همدا ده. د افغانستان خلک له تاوتریخوالي کړېږي او موږ پر همدې مهمه موضوع تمرکز لرو. له همدې امله غواړو چې یوه داسې سیاسي هوکړه وشي چې جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي.»
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«زه فکر کوم که چېرې بهرنیانو له افغانستانه بهر نه شي، د طالبانو له لوري به جګړه زور واخلي.»
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي یو غړی چې اوس اوس له قطره راستون شوی دی په دې باور دی چې سیاسي هوکړې ته تر رسېدو مخکې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ناوړه پایلې ولري.
امریکا متحده ایالتونه له ناټو سره د خپلو سلامشورو پایلې ته په تمه دي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي زیاتوي:«پر دې نه غږېږو چې د دفاع وزیرانو غونډه به د څه لامل شي او د خپلو متحدانو پر ځای هم خبري نه کوو. خو دفاع وزیر له هغوی سره خبرو ته سترګې پر لار دي او له خپلو سیالانو په تېره بیا ناټو سره یې په خپلې هره کتنه کې ویلي دي چې د هغوی له مشورې او مناسب بحث پرته به پرېکړه ونه کړي.»
په دوحه کې د سولې د مذاکراتو له په ټپه درېدو ۲۸ ورځې تېرېږي. له دغو مذاکراتو باخبرې سرچینې وایي چې د امریکا له لوري د دوحې د هوکړه لیک د ارزولو دوام او له مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور څرنګوالی له بندون سره د دغو مذاکراتو د مخ کېدو له لاملونو دي.